خالد احمدي

د اختر نه مخکې داسې اوازې خپرې شوې چې دا ځل به بیا په کمکي اختر کې د جګړې دواړه لورې اوربند کوي تر څو هیوادوال د تیر په څیر یوځل بیا د اختر خوښۍ بې له ویرې او ډاره ونمانځې خو دا هرڅه یواځې یوه شایعه وه چې داسې ونشول نه حکومت او نه طالبانو غږ وکړ چې مونږ د اختر په ورځو کې جګړه نه کوه تاسو هم ټوپک پر ځمکه کیږدی  تر څو هیوادوال مو د تیر په څیر د اختر خوښۍ بدون له کومې ویرې ونمانځي چې داسې ونشول .

خو دا چې ولې وسلوال طالبان د اوربند نه په شاه شول یو لامل يې دا دی چې تیر ځل په دری ورځني اوربند کې ډیری طالبان ښارونو ته راغلل دلته يې چې د خلکو مینه، ورورولي، اسلامیت او هرڅه له نږدې ولیدل بیرته د تګ لپاره يې زړه ښه نکړ د کورنیو چارو وزارت ویاند،هم په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي وه چې  تېر اوربند کې د طالبانو له ځینو کسانو پوښتنه شوې وه، چې ولې مو د طالبانو لیکې پرېښودې ؟ په ځواب کې یې ویلي ووهغوی موږ ته ویل چې په کابل کې ټول خلک کافران دي، لمونځ نه کوي، جوماتونه نشته دا حالت مو چې ولید هر څه بدل وو. بیا مو دا پریکړه وکړه چې نور به ټوپک په لاس کې وانخلو .

د طالبانو د مشرانو سره دا وېره  شته، چې داسې نه په اوربند ټینګېدو سره خپل وسله وال، د هغوی روحیه او جنګي مورال له لاسه ورکړو، ځکه مشران خو یې هسې هم د جګړې په لومړیو کرښو کې نه دي او ټوله قرباني جنګیالي ورکوي.  نه دا چې جنګیالي مو ټوپک پر ځمکه کیږدي او جګړې ته نه ووايې .

اوس که رښتیا هم د طالبانو مشران سوله غواړي او په رښتینې توګه غواړي چې نور به جګړه نه کوي خپله مبارزه به د قلم له لارې پر مخ وړي لومړی باید اوربند وکړي ځګه چې د سولې لپاره لومړنی او اساسي شرط اوربند دی  که طالبان غواړي واقعي سولې ته ورسېږي، نو د بهانو پر ځای دې د خلکو واقعي غوښتنو ته ځواب ووایي او تر بل هر وخت ښه فرصت دی، چې طالبان هم د خلکو غوښتنو ته لبیک ووایي او اوربند اعلان کړي. او نور جنګ او جګړو ته نه ووايې د خپل هیواد د رغونې، ارامۍ او زرغونتیا لپاره لاسونه سره ورکړي که جنګ ورک شي سوله راشي نه به بهرنیان دلته پاتی شي او نه به څوک ایجازه ورکړي چې زمونږ خاوره کې پاتې شي نو که وسلوال طالبان په رښتیا غواړي چې بهرنیان له هیواد ووځي باید سولي ته مټې رابډ وهي او له قید شرط پرته دې اوربند اعلان کړي .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *