تاند- د اصف علي زرداري له نیول کېدو وروسته پیپلز ګوند له خپلو پلویانو وغوښتل چې د پراخو اعتراضونو لپاره کوڅو او واټونو ته راووځي.
د پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو وویل، د پراخو مظاهرو او لاریونونو په جوړولو به ثابته کړي چې د هر ډول اقدام په وړاندې چوپه خوله نه پاتې کېږي.
د جیو نیوز تلویزیون د راپور له مخې، بلاول زیاته کړه«هغه وخت راغلی چې اعتراضونه وکړو، زموږ د ګوند مشران به په بېلابېلو ښارونو کې اعتراضونه تنظیم کړي.»
بلاول بوټو دا هم وویل چې دا اعتراضونه به نه یوازې د زرداري د نیولو خلاف وي بلکې د بیو د لوړېدو په اعتراض کې به هم وي.
د ده په وینا د عمران خان د ناسمو پالیسیو له کبله په پاکستان کې هیڅوخت دومره ګراني نه وه راغلې.
د پیپلزګوند مشر د عمران خان له خور علیمه خان څخه د فوري تحقیقاتو غوښتنه وکړه، ویې ویل چې پوښتنې- ګروېږنې باید یوازې د اپوزیسیون له غړیو او مشرانو څخه ونه شي.
د نوازشریف په مشرۍ د مسلم لیګ ګوند مشرانو هم د زرداري د نیولو خلاف ږغ پورته کړی او ویلي یې دي چې په دې مسله کې د پیپلز ګوند په اعتراضونو کې شریکېږي.
د نوازشریف لور مریم نواز ویلي«جعلي صدراعظم د اپوزیسیون مشران نیسي چې نور د ده پر کارونو اعتراض ونه کړي.»
دې هم د نوازشریف د خور د محاکمه کېدو غوښتنه وکړه.
علي زرداري پرون /دوشنبه/ د مالي فساد او پیسو سپینولو په تور د اسلام اباد د محکمې په حکم په خپل کور کې ونیول شو.
د نواز شریف خور نه د عمران خان د خور محکمه کېدل یې و غوښته.
thanks for sharing its awesome and lovely one