تاند- د سیل په مشرۍ هندي کنسورشیم (ایفسکو) له خپل لومړني لوی پلان څخه تېر شوی او غواړي چې په افغانستان کې د یو اعشاریه ۲۵ ملیون ټنه وسپنې د تولید لپاره د څه کم درې ملیارد ډالرو په پانګونې د وسپنې ویلي کولو کوچنۍ فابریکه جوړه کړي.

د هند د بیزنس ستنډرډ اقتصادي ورځپاڼې د راپور له مخې په پیل کې ټاکل شوې وه چې دا کنسورشیم(د څو کمپینو ايتلاف) لس ملیارده او اته سوه ملیون ډالره پانګونه وکړي خو د مې په ۲۳ او ۲۴ مه د کنسورشیم د غړیو ترمنځ په دوه ورځنۍ غونډه او سلا مشورو کې پرېکړه وشوه چې د وسپنې ویلي کولو کوچنۍ فابریکه جوړه کړي.

په دغه هندي کنسورشیم کې د دغه هیواد اووه شرکتونه شامل دي.

د دوی له لوري د افغانستان د حاجي ګک د وسپنې د استخراجولو لپاره جوړ شوی کنسورشیم (AIFSCO) یعني د وسپنې او پولادو افغان کنسورشیم نومول شوی دی.

دغه کنسورشیم وړاندیز کړی چې په افغانستان کې دې هر کال د یو اعشاریه ۲۵ ملیون ټنه وسپنې او د ۱۲۰ میګاواټه برېښنا د تولید لپاره د وسپنې ویلي کولو فابریکه جوړه شي. پر دې سربېره نورې ضروري چارې لکه ودانۍ، سړکونه او پټلۍ به هم جوړې شي.

وروسته له دې چې د ۲۰۱۱ کال په نومبر کې هندي شرکتونو (افغان آیرن انډ سټیل کنسورشیم) د افغانستان د حاجي ګک د وسپنې د کان د سپړلو او کیندولو قرارداد وګاټه، اعلان یې وکړ چې په دوو پړاوونو کې به د کال د شپږ اعشاریه یو ملیون ټنه وسپنې د ویلي کولو لپاره د فابریکې په جوړولو او د ۸۰۰ میګاواټه برېښنا د تولید لپاره د برېښنا کوټ په جوړولو لس ملیارده او اته سوه ملیون ډالره پانګونه وکړي. پر دې سربېره یې د اورګاډي د پټلۍ او ځینو نورو چارو لپاره بېله بودجه په پام کې نیولې وه.

خو د مې د میاشتې په درویشتمه او څلرویشتمه د دې کنسورشم په غونډه کې پرېکړه وشوه چې د لوی پلانټ یا د وسپني ویلي کولو د فابریکې پر ځای به کوچنۍ فابریکه جوړه کړي چې د کال یو اعشاریه ۲۵ ملیون ټنه وسپنه ویلي کړای شي. او دغه راز د دې کار لپاره د اته سوه میګاواټه برېښنا د تولید په ځای به د ۱۲۰ میګاواټه برېښنا کوټ جوړ کړي.

د افغانستان د کانونو وزارت، چې د کانونو قرادادونه ورسره تړلي دي د هندي کنسورشیم د دې پرېکړې په اړه تراوسه پوري څه نه دي ویلي. دا هم مالومه نه ده چې په قراداد کې له هندي لوري سره څه فیصله شوې ده.

دغه کنسورشیم، چې (سیل)، (آر آی این ایل) او (این ایم ډي سي) پکې ۶۵ فیصده ونډه لري، پخوا ویلي و چې په لومړي پړاو کې به په افغانستان کې د کان پر سروې ۷۵ ملیون ډالره ولګوي.

By admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *