تاند- تېره شپه له افغان ځواکونو سره په جګړه کې د زابل د دای چوپان ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومولی ولسوال له خپلو ۵۳ ملګرو سره وژل شوی دی.

د زابل والي رحمت الله یارمل وايي، د زابل لپاره د طالبانو مرستیال والي غوښتل د میزانې او دایچوپان لپاره د طالبانو له تش په نوم ولسوالانو سره یو ځای دایچوپان ولسوالي سقوط کړي، خو د دغو دریو طالب مشرانو په ګډون ۵۳ وسله وال د افغان ځواکونو په دفاعي جګړه کې وژل شوي او ۱۷ نور وسله وال ټپیان دي.

د زابل والي زیاته کړه، جګړه کې شپږ امنیتي سرتېري هم وژل شوي خو ولسوالي له سقوطه ژغورل شوې ده.

بلخوا طالبان بیا ادعا کوي چې د دایچوپان ولسوالۍ مرکز یې نیولی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *