جلال الدین خان کونړی

استاد محمد معصوم هوتک

نن مي بیا په زړه یو غشی آهنین ولاړ

چي له هاره د ادب یو بل نگین ولاړ

ورته گورمه د پوهي کور تشېږي

ورته ژاړمه چي بل یار مي دیرین ولاړ

د مرگي ږغ ئې خدای سته چي ډېر غمجن کړم

خو تسل مي سو په دې چي په تمکین ولاړ

خاطرې ئې خورا ډېري را سره دي

هم مي دوست هم استاد هم همنشین ولاړ

پر نېټه ئې د وفات وم سرگردانه

چي ناڅاپه مي له زړه دا بیت حزین ولاړ

مشدّد(آه) و (اوه)، (وای) پر (کونړ) راغلل

“د رشاد د لاس نهال جلال الدین ولاړ”

آشاوا ــ کاناډا

۱۱جون ۲۰۱۹ع

حل:

تاریخي ماده” د رشاد د لاس نهال جلال الدین ولاړ” ده چي ابجدي ارزښت ئې(۱۰۸۶) کېږي. د مشدد آه = ۷، اوه=۱۲، وای= ۱۷ قیمتونه چي پر (کونړ= ۲۷۶) زیات سي او حاصل ئې د تاریخي مادې له ارزښت سره جمع سي (۱۳۹۸) لاس ته راځي. استاد جلال الدین کونړی د ۱۳۹۸ ش کال د جوزا پر ۱۹ مه = ۹ جون ۲۰۱۹ع په پېښور کي وفات سوی دئ. خدای دې وبخښي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *