طالبانو د خپل حکومت مهال د نشيي موادو کرکیله بنده کړه. په دې اړه د علماؤ له لوري شرعي فتواوې صادرې شوې او ملت ته توصیه وشوه چې له دې کارونو لاس واخلي. دا هر څه زموږ په یاد دي، که څوک نه وي په خبر نو د افغانستان پیښلیک دې وګوري، اوس به په خبر شي.
د طالب نظام تر ړنګېدا وروسته یوځل بیا د نشيي موادو کرل پيل شول او سوکه-سوکه يې ښه زور واخیست. یو مهال افغانستان د نړۍ تر ګردو هیوادونو زیات تاریاک تولیدول او نړۍ ته يې صادرول.
په اولو وختونو کې فکر کېده چې طالبان لا هم پر خپل دريځ ولاړ دي؛ مګر وخت ثابته کړه چې طالبان نه یوازي دا چې له خپله دريځه پر شا شوي دي بلکې خلګ په زور اړباسي چې تاریاک او بنګې وکري او دوی يې عشرونه هم ټولوي. دا یادې ادعاوې یوازي ادعاوې هم نه دي بلکې هر څه ما په خپلو سترګو ليدلي دي.
خبره تر دې هم مخته ولاړه، دولتي چارواکو ادعا وکړه چې وسله وال طالبان د قاچاقبرانو امنیت خوندي کوي او هر ځای د هغوی د امنیت لپاره د طالبانو وسله وال ولاړ وي. نه یوازي د قاچاقبرانو امنیت د طالب وسله والو تر غاړې وو بلکې په سیمه کې يې بزګرانو ته هم ډاډ ور کاوه چې د دولت او خارجیانو د هر راز عملیاتو مخه به نیسي څو د هغوی کرل شوي نشيي مواد په سم ډول د حاصلاتو تر وخته ورسېږي. دوی به د نیښ مهال جنګونه هم نه کول او وسله والو به يې نيښ ته مخه کړه چا به ځان ته نيښ واهه او چا به د طالبانو لیکو ته له بزګرانو څخه د چندې(کومک) تر نوم لاندي لومړی تاریاک ټول کړل بیا به وروسته د طالبانو رسمي کمیسیون راتلی او له بزګرو څخه به يې د عشر په نوم د تاریاکو او بنګو خپله حصه اخیسته.
دا کیسې اوس دومره عامې دي چې ټول خلک په خبر دي او ان له ماشومانو هم پټې نه دي. مګر طالبانو او قاچاقبرانو په ګډه له بزګرو سره لومړی ظلم دا کاوه چې د تاریاکو د حاصل مهال به يې من په نیمه بیه ترې اخیستی، خو خپله به يې بیا په نورو بازارونو کې تر دې نرخ په دوه درې چنده ګران خرڅول. بزګر به هم ټول کال خواري کړې وه او هم به يې حاصلات په تاوان ور کړل.
لنډه دا چې له نشيي موادو ملت ګټه تر لاسه نه کړه، یوازي یو څو قاچاقبران په چاغ شول او د وسله والو لیکو ته يې ښه پريمانه ګټه ورسېده. ولس نه یوازي مالي ګټه تر لاسه نه کړه بلکې په میلیونو انسانان يې په نشو اخته شول چې ځوانان، بوډاګان، ماشومان او میرمنې ټول پکې شته.
طالبانو ولس ته دا بانه کوله چې تاریاک حرام دي؛ مګر په دې موږ له کافرانو سره جهاد کوو، دا ټول نشيی مواد اروپا او امریکا ته ځي او هغوی په اخته کېږي او دوښمن و کافر ته تاوان زموږ لپاره جهاد دی. دوی په لومړی خپلې خسارې ته متوجې نه وو، کله چې نړۍ والو او ملي بنسټونو د میلیونو معتادانو راپورونه خپاره کړل نو دوی عینا د هغې ټوقې په شان احساس کاوه چې دلته يې دونه تاوان رسولی نو هلته به يې څه حال وي!؟ همدې کار ته دوام پسې ور کړ او په دې وروستیو کلونو کې يې ښه پراخ کړی دی.
سږکال په ټول هیواد کې ښه اورښتونه وشول او همدې ته په کتو طالبانو زابل کې خلګ امر کړل چې مزغنې بنګې وکري. د زابل په شاجوه کې( چې زما خپله سیمه ده او له بزګرانو سره يې مخامخ یا پر ټلیفون خبرې کوم) نژدې هر بزګر ښې ډېرې بنګې کرلې دي او د سیمې طالبان و ملایان يې نور هم ورته تشویقوي. د سيمې یوه هوښيار سپينږیري اختر کې راته کیسه کوله چې د یوې میلمستیا مهال يې د بنګو کر وغانده او دا يې له ولس سره نه هېرېدونکی جنایت یاد کړ؛ د ده په ټکو چې یوه ناست ملا راته ویل: حاجي صاحب په شي نه دی خبر ځکه دا خبرې کوي. ده ویل هدف يې دا وو چې ګواکي ملایانو دې ته شرعي جواز پيدا کړی دی نو د حاجي صاحبانو يې پرې څه!
طالبان له دې شیانو څه غواړي او ملت ته څه ترې ور کوي؟ موږ په تېرو ۴۰ کلونو کې ثابته کړې ده چې په کراتو مو خپلې اوبه د دوښمن پرژرنده ور سمې کړې دي او د خپل ځان هلاکت ته مو اسباب په خپلو لاسونو تیار کړي دي. زموږ ولس په اجتماعي ډول بیده شوی دی او یو توپاني حرکت به يې را ويښوي. څوک يې د دین په نوم یو لور ته مرش کړي، څوک يې د وطن په نوم، بل يې د ژبې په نوم ورسره ملګري کوي، نور يې د قوم په نوم، څوک سمتي دعوې لري او څوک بیا قبیلوي، یوه د ولایت دعوه راخیستې بل د چوکۍ، په دې ټولو سیاسي، مذهبي، کلتوري، ادبي او اقتصادي لوبو کې زیان ملت ويني او مختلف تجاران په مختلفو نومونو تجارت پرې کوي. طالبان او د بشر د حقوقو مدافعین دواړه د افغان ملت د راوښېدا بنسټيز کارونه نه کوي. ځکه خو یو طرف ښوونځي سوځي او بل لوری داسې کسان پرې ګوماري چې کیفیت صفر ته کښته کوي. له دې امله زموږ د پوهنتون فارغ کسان نه د خپل مسلک اړوند تحلیل لري، نه سمه پوهه، د نړۍ والو معیارونو له مخې په هيڅ وجه زموږ زیاتره فارغان په خپلو رشتو کې متخصص نه شې بلل کېدای.
د افغانانو د اجتماعي شعور بیدارېدل نه یوازي طالبانو ته خطر جوړوي بلکې، همسایه هیوادونه او نور خارجیان هم ترې ډار لري. په هیواد کې د یوه مرکزي حکومت په وړاندي د ډلو حمایه د همدې لپاره وه او ده چې د ملت د شعور کچه ټیټه وساتله شي، څو دوی له خپلو پلانونو سره سم غټو موخو ته ځانونه ورسوي. د هیواد کشاله داسې مرحلې ته رسېدلې ده چې له ملت پرته يې نور څوک نه شې حل کولای.
خارجیانو زموږ په وطن کې بنسټيزې پروژې راته عملي نه کړې او زموږ په هیواد کې چې لمریزه او بادي بريښنا پريمانه جوړولای شي، دوی د هغې پر ځای له خارجه راته جوړه کړه او د دې برابر مصارف يې پر وکړل چې د هیواد په داخل کې به زموږ پر خپله بريښنا کېدل. په دولتي ادارو کې د فساد اوج او د همدې عاملانو ته خارجي ملاتړ ور کول، زموږ له هیواده د نشيي توکو قاچاقبرانو ته لاس ور کول، ځکه زموږ قاچاقبران خو يې تر اروپا و امریکا نه شې وړلای حتما همدا خارجیان لار و لینک ورسره لري، تښتېدلي طالبان بیا را پيدا کول، د خاینانو پر غټو چوکیو ګومارل، د ښه ډېرو غلاو زمینه ورته سمول او… ناخوالې هغه څه دي چې طالبان، خارجیان او د حکومت په لمن کې پټ د مافیا غړي يې په ګټو مخته وړي؛ څو افغان ملت همداسې بیده پاته شي او دوی خپلو اهدافو ته ځان ورسوي چې د هر لوري موخې زموږ د ملت په زیان دي.
زموږ د ملت اجتماعي شعور که ژوندی وای، نو د ۴۰ کلن جنګ خلاف به ټول په یوه ږغ را پورته شوي وای او د جنګي ډلو مخه به يې نیولې وای، د نشيي موادو د کر پر ځایه به يې ګټور توکي کرلي وو، د مکتب سوځونکي ته به يې اجازه نه ور کوله چې مکتب يې وران کړي، د سړک او پل الوزونکي ته به يې ویلي وای چې ستا له پل سره جنګ دی که له خارجي سره؟ د کانونو غله به يې تر غوږ نیولي وای چې دا ستا د پلار شتمني ده چې یوازي ستا بانډ يې ګټې خوري؟ د انسانیت قاتلینو ته به يې ویلي وو چې افغانانو ته تاسو ژوند ور کړی دی چې اوس مو په وژلو پسې توپک راخیستي دي؟ هر ملت چې خپلې اجتماعي ګټې نه شې خوندي کولای هغه مړ حسابېږي، حق يې نور خوري او حتا د ژوند حق هم نه ور کول کېږي. د یوه ملت په ګېډه کې چې داسې چینجان ساتل کېږي چې خوراک يې د هغه ملت خوښې وي، نو هغه ملت د بقا چانس بایللی او ورځ تر بلې به د اجتماعي مرګ کندې ته نژدې کېږي.
د نشيي توکو کر، پلور، کاروبار او په هره برخه کې ورسره مرسته هم د شریعت له مخې او هم د قانون له مخې حرامه ده چې نتیجتا به یو ملت په ټولیز ډول تبا کوي. دلته هر تجارت د شخصي ګټو لپاره دی او په هيڅ کار او زیار کې د ملت ګټې په نظر کې نه نیولې کېږي، څوک چې ملې ګټو ته ژمنتیا نه لري، هغه بیا د شخصي ګټو لپاره ټول وضعه شوي قوانین له پامه غورزوي او د ښې ډېرې ګټې لپاره د ملت په ګېده کې چاړه ور وهي. مثلا: د درملو کار دی، یو شرکت د خپلو ګټو لپاره بې کیفیته درمل راوړي او د باکیفیته درملو په بیه يې خرڅوي. د روژې په میاشت کې د ارزانۍ پر ځای ګراني راولي. په شخصي تجارت کې یو کس رښتیا هم د خپلو ګټو لپاره کار کوي، مګر د ملي ګټو په زیان نه، دلته مشکل دادی چې موږ خپله ګته د ملت د ګټو په تاوان کې وینو. کانونه باسم او ګټه يې خپل جيب ته اچوم، ځنګلونه ریبوم او پیسې يې زما دي، عامه المنفعه پروژې له دولت یا موسساتو اخلم بیا تر نیمايي هم زیاتې پیسې په جیب کې ږدم او پروژه په بد کیفیت ملت ته وړاندي کوم.
طالب د خپل سیاست لپاره د ملت ګټې قرباني کوي، تجار د خپل تجارت لپاره د ملت په حقونو ملنډې وهي، مفسد د خپل فساد لپاره کار کوي، د بل جاسوسان یوازي د هغوی په ګټو اکتفا کوي، لنډه دا چې هره مافیا یوازي خپل ځان ویني او د هرې یوې تجارتي ګټې د ملت په وینو کې دي. طالبان د دین په نوم د ملت شعور وژني، خارجیان يې د بې خرته ازادۍ و ډیموکراسۍ تر عنوان لاندي، مافیا يې د خپلو ګټو په نشه کې او همسایه ګان يې د اوبو، زموږ د ځمکې، کانونو او نورو فایدو لپاره. دوی په مختلفو نومونو یو کار مخته وړي، د افغان انسان نه وېښېدل، نه روښانېدل او نه پرمختګ!
۲۰۱۹/۶/۱۱