طالبانو د تخار پر خواجه غار ولسوالۍ برید کړی چې په ترڅ کې یې ۱۵ طالبان او د ولسي پاڅون ۳ غړي وژل شوي دي.
د تخار د والي ویاند محمد جواد هجري وايي، بیګا نیمه شپه طالبانو پر ولسوالۍ برید کړی چې د امنیتي ځواکونو په ځوابیه جګړه کې د دریو طالب قومندانانو په ګډون ۱۵ وسله وال وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان دي، خو په وینا یې چې د پاڅون کوونکو ۳ غړي هم د طالبانو لخوا وژل شوي دي.
جګړه له نیمې شپې راهیسې د نن ورځې تر سهار لس بجو پورې روانه وه.
د والي ویاند زیاتوي، پر خواجه غار د طالبانو برید د کندوز ګاونډي ولسوالۍ دشت ارچي کې پلان شوی و.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *