محمود الهي
دا چې پاکستان تل د افغان حکومت او افغانانو د ضعف له نقطې مثبته ګټه اخيستې او تل يې دا هڅه کړې، چې هم افغان حکومت او هم افغانان د خپل ځان محتاج و ساتي. هلته د ميليونونه افغان کډوالو شتون او هېواد کې نا امنيتي او بې ثباتي هغه څه و، چې له ۱۳۵۷ کال راهيسې په ځانګړې توګه د ۲۰۰۱ سپتمبر ۱۱ مې نېټې بريد ، چې په نړيوال سوداګريز مرکز تر سره شو پاکستان لپاره يې د لنګې غوا حيثیت در لود ، چې هم يې له شيدو، مستو، کوچو او هم يې له فاضله موادو ګټه اخيسته هغه په دې مانا ، چې امريکا او ناټو ، چې افغانستان ته د خپلو ځواکونو د تجهيز په موخه کوم وسايل او توکي راوړل د پاکستان له لارې افغانستان ته راتلل په لومړيو کې يې پاکستان ته پيسې ورکولې ،چې بيا په وروستيو کې دغه پيسې پرې په مستقيمه توګه د امريکا لخوا بندې شوې ؛ خو په غير مستقيمه توګه يې پوځ ته په دې بهانه د امريکا پيسې ورتلې ، چې هلته مېشتې وسله والې ډلې وځپي. هلته د سوله والو ډلو ساتل او د هغوی پر سر له نړيوالې ټولنې او په ځانګړې توګه له امریکا ميليونونه ډالر تر لاسه کړل ؛ خو نه يې افغانستان ، نه يې امریکا او نه يې هم نړيوالې ټولنې ته کومه ګټه ورسېده ځکه ، چې تر دې مهال هلته وسله والې ډلې په ښه قوت سره فعاليت کوي. پخواني ولسمشر حامد کرزي په خپله کاري موده کې پاکستان ته ۲۱ رسمي سفرونه د مرستې د تر لاسه کولو په موخه تر سره کړل خو د مخکيني ولسمشر لپاره د خپلو سفرونو يوازينۍ لاسته راوړنه د وخت او پیسو ضايعه وه او تل پاکستان په تشو ژمنو تېروتی و. هلته مېشت افغان کډوال د پاکستان حکومت او سوداګرو لپاره يوه بله ښه د عايد سرچينه وه ، چې د فشار د آلې په توګه به يې ترې استفاد کوله هغه داسې، چې د پیسو تر لاسه کولو په موخه به يې افغان حکومت د خپلو کډوالو د ويستلو خبر دارۍ ورکړ. د حامد کرزي په مشرۍ حکومت د دې وړتيا نه در لوده ، چې په ګاونډيو هېوادو نو په ځانګړې توګه پاکستان څخه خپل کډوال هېواد ته راستانه کړي او هغوی ته په کور د ننه سرپنا او کاري زمينه برابره کړي ؛ نو مجبور و ، چې نړيوالې ټولنې ته شکايت و کړي او پاکستان ته زارۍ. پاکستان د هر افغان کډوال پر سر د کډوالو له نړيوالې ادارې په سوونو ډالر تر لاسه کول ؛ نو په همدې اساس به يې وخت نه وخت هلته دافغان کډوالو چيغه ويستله، دا چيغه په کور د ننه د دې لامل کېده ،چې حامد کرزی هم پاکستان عذر وکړي ترڅو د کډوالو زورول بند کړي او په بدله کې د اسلام اباد منندوی و اوسېږي. پاکستان پوره ۱۳ کاله د افغان حکومت او افغانانو له دې مجبورۍ ګټه واخيسته په داسې حال کې، چې هلته ډېری کاروبار او سوداګريري يې د افغانانو په پانګو چلېده. پاکستان دا نخرې تر ۲۰۱۴ کال وکړې او کله ، چې په ۲۰۱۴ کال کې ولسمشر غني د يوې هوکړې په اساس د ملي يووالي حکومت مشر وټاکل شو په لومړيو کې يې د پاکستان د هماغه وخت د لومړي وزير نواز شريف په رسمي بلنه اسلام اباد ته ولاړ ، چې هلته يې د دواړو هېوادونو ترمنځ د کرکټ يو دوستانه سيالي هم ننداره کړه او هغه لوبه هم افغانستان وګټله. د کرکټ د لوبې ګټل افغانانو په دې پال و نيوه ،چې له پاکستان مو سياست هم و ګاټه او نورې چارې به ورسره سمې شي.
ولسمشر غني له پاکستان د ريښتيني او صادقانه عمل غوښتنه کوله ؛ خو اسلام اباد د تېر په څېر خپلو تېر ويستونکو ژمنو ته دوام ورکړ؛ خو خبر نه و، چې د ولسمشر غني دريځ د مخکيني ولسمشر حامد کرزي په پرتله خورا زيات تند و هغه په دې مانا ، چې پاکستان به د کډوالو د راويستلو خبره وکړه د حامد کرزي په څېر به يې له عذر او زاری کار نه اخيست بلکې نور به يې هم د هغوی راويستلو ته هڅاوه. افغانستان ، چې جګړو ځپلی يو هېواد دی تل يې ډېری د اړتيا وړ توکي په ځانګړې توګه ارتزاقي مواد له پاکستان واردول ، چې د سوداګريزو پولو په بندولو به يې زيات زيان عامو افغانانو ګاله ، د بېلګې په توګه کله به ، چې تورخم دروازه بنده شوه د خوراکي توکو بيې به له اندازې زياتې لوړې دې، چې آن یوه بوجۍ اوړه په نورستان او نورو لرې ولايتونو کې له ۳۰۰۰ تر ۴۵۰۰ کلدارو هم خلکو واخيستل. د ولسمشر غني له راتګ وروسته ، چې کله پاکستان دا کارونه ، چې د افغان کډوالو راويستلو او سوداګريزو او نورو لارو تړلو لړۍ پيل کړه ؛ نو د غني لخوا نور هم وهڅول شو، چې کډوال دې را بهر کړي او دروازې دې وتړي او بديلې لارې يې ورته پیدا کړي. د غني دې خبرو پاکستان حيران کړ،چې داخو له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره ۱۸۰ درجې توپير لري او هماغه و، چې غني د پاکستان پر ځای د ارتزاقي موادو په ځانګړې توګه اوړو د واردولو په موخه د پاکستان پر ځای قزاقستان او تاجکستان ته مخه کړه ، چې له پاکستان په ښه کيفيت او کمه بيه تر لاسه کېږي او د تل لپاره يې د اسلام اباد له احتياجه ځان خلاص کړ. د ولسمشر غني په دې کار سره سلګونه او آن زرګونه پاکستاني د اوړو ميلونه جام شول که جام نه شول نو سختو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان شول او سوداګرو يې کلکې اقتصادي ضربې وليدې. په سوونو زره کارکوونکي يې بې کاره شول، افغان کډوالو هم خپل هېواد ته مخه کړه او ګڼ شمېر ترې خپل هېواد ته راستانه شول.
غني په خپله پنځه کلنه موده کې پاکستان ته يو سفر کړی او له هغې وروسته يې له پاکستان سره سياسي اړيکې په خرابېدو شوې چې آن په نړيواله کچه يې ترې په کنفرانسونو کې شکايت وکړ او د نړيوالې ټولنې پام يې دغه هېواد ته ور واړوه. پاکستان تل هڅه کړې چې افغانستان سره په ظاهر کې ښې اړيکې ولري ؛ خو په د پردې ترشاه بيا چنديان ريښتينی نه ښکارېده او نه هم ښکاري. عمران خان ، چې د لومړي وزير په توګه لوړه وکړه د سيمې هېوادونو په ځانګړې توګه هندوستان او افغانستان سره يې د حسنه اړيکو د جوړولو خبره وکړه؛ آن دا يې وويل، چې افغانستان سره د سوداګرۍ په برخه کې ازاد تګ راتګ غواړي، چې بېلګه يې د اروپا وړاندې کړه او دغه تګ راتګ به ۲۴ ساعته وي؛ خو د افغان حکومت لخوا ورته کوم مثبت ځواب ور نه کړل شو هغه ځکه ،چې پاکستان په تېر کې په خپلو ژمن عمل نه و کړی. پاکستان تل هڅه کړې، چې افغانستان سره د اړيکو جوړولو په موخه افغان ولسمشر اسلام اباد ته دعوت وکړي او بلاخره په دې پلان کې وروسته له پنځو کلونو بريالي شول او ټاکل شوې راتلونکې مياشت ولسمشر اسلام اباد ته سفر وکړي. د ولسمشر له سفر وړاندې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت يو پلاوی ، چې د سياسي چارو مرستيال وزير ادريس زمان يې مشري کوله د عمل پلان په ناسته کې د هغو ستونزو په حل هوکړه کړې، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ يې اړیکې خرابې کړي. پاکستان ،چې افغان حکومت سره يې په عمل کې تر دې مهال کوم څه نه دي ثابت کړي اوس هڅه کوي، چې د افغان حکومت باور تر لاسه کړي ، دا چې دوی به د افغان حکومت د باور تر لاسه کولو په موخه له کومو لارو چارو او تخنيکونو کار واخلي او ترکومې کچې به خپلو ژمنو کې وفا وکړي تر اوسه لا مالومه نه ده. په سيمه کې ټوليز باور هم دادی، چې پاکستان د بوسو لاندې اوبه تېرول غواړي او هېڅ وخت نه غواړي، چې ګاونډي هېوادونه دې د دوی په شتون کې په يوه ځواک بدل شي ځکه اسلام اباد د سيمې د هېوادونو په ځانګړې توګه د افغانستان په ابادۍ کې خپل زيان ويني او هغه زيان دا چې که افغانستان په خپلو پښو ودرېږي مالومداره به پاکستان سره د ډيورنډ کرښې موضوع رابرسېره کوي ، چې قانوني موده يې هم پايته رسېدلې. ټاکل شوې د عمل پلان بله ناسته راتلونکې مياشت کابل کې تر سره شي او او اسلام اباد به خپله نهايي هڅه کوي، چې د باور فضاء رامنځته کولو په موخه له دغه طلايي چانس د خپل ځان په ګټه کار واخلي او که په دې چانس کې هم بريالی نه شو نور به يې هم خپل اعتبار افغانستان ته بایللی وي. داچې اسلام اباد به له دې چانس څومره مثبته ګټه پورته کړي لا مالومه نه ده او وخت به يې ځواب ووايي.