د ملي یووالي حکومت اجراییه ريیس یو وار بیا طالبان هیواد کې د روانې جګړې اصلي عاملین بللي او ویلي یې دي دا ډله د سولې اراده نه لري.
عبدالله عبدالله نن کابل کې د مور ورځې نمانځغونډه کې وویل، طالبان د سولې د خبرو اترو پر وړاندې اصلي خنډ دي او د جګړې د دوام لپاره بهانې لټوي.
اجراییه ريیس وايي، داسې مهال چې نړیواله ټولنه پر افغان سولع ټینګار لري، بلخوا د ده په خبره طالبان فکر کوي، که بهرنيان له افغانستان ووځي، دوی به بیا ځلې پر افغانستان واکمن شي.
عبدالله عبدالله تر دې وړاندې هم څو ځله طالبان په دې تورن کړي چې دوی سوله نه غواړي بلکې افغانستان کې بیا ځلي د امارت خوبونه ویني.