ولسمشر غني پرون مازیګر په ارګ کې افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي رولانډ کوبیا سره پر افغان سوله غږېدلی.
په دې اړه د ارګ یوه خبرپاڼه کې راغلي، چې دواړو لوریو هېواد کې د سولې توافقنامې د تطبیق په صورت کې د اروپایې ټولنې پر رغنده رول هم بحث او خبرې وکړې.
ولسمشر غني غني په دې لیدنه کې ویلي، د سولې په برخه کې به د اروپایي ټولنې رول مهم او پر تصامیمو اغېزناک وي.
لیدنه کې رونالډ کوبیا ولسمشر ته ویلي، اروپایي ټولنه مصممه ده چې افغان حکومت سره په همغږۍ او د سولې د پلان پر بنسټ د سولې په پروسه کې خپل رول ادا کړي.
هغه زیاته کړه، اروپایي ټولنه به د افغانستان د سولې لپاره د سیمه ییزې اجماع په ایجادولو کې هم همکاري وکړي.
keep sharing