مایک پامپیو

د امریکا خارجه وزیر مایک پومپیو له هند سره د امریکا د اړیکو د غځولو دفاع کړې او ویلي یې دي د ټرمپ ادارې د پاکستان پر وړاندې سخت دریځ غوره کړی دی.

پومپیو په واشنګټن کې د امریکا- هند د ګډې سوداګریزې خونې ۴۴مې کلنۍ غونډه کې ویلي، سیمه کې له ترهګرۍ نه د پاکستان ملاتړ د منلو وړ نه دی، ځکه یې واشنګټن هم پر وړاندې سخت دریځ نیولی دی.

پومپیو زیاته کړې، پخوانیو ولسمشرانو هم له هند سره تودې اړیکې پاللې دي: (( د بوش ادارې هند سره اټومي تړونونه لرل، اوباما هند خپل نظامي متحد وګرځاوه، خو د ټرمپ په راتګ سره د دواړو هیوادونو دفاعي ملګرتیا او همکارۍ ګراف لا زیات لوړ شوی دی.))

 د یادونې ده چې پومپیو به د جون له ۲۴مې د جون تر ۳۰مې پورې د هند، سریلنکا او نورو اسیايي هېوادونو په دوره راووځي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *