نبیل

افغان حکومت وايي، تېرو شاوخوا ۱۰ ورځو کې یې نږدې ۵۰۰ طالب بندیان خوشې کړي دي او د نورو بندیانو د خوشې کولو کارونه هم په خلاصېدودي.
طالبانو د حکومت لخوا د نیک نیت له مخې د خوشې کېدونکو بندیانو له لیسته ۲۶۱ کسان منلي چې طالبان دي، خو حکومت وايي، له زندانونو خوشې کېدونکي کسان ټول هغه طالبان دي چې یا یې د زندان نېټه په پوره کېدو وه، یا یې طالبانو ته د بېرته نه ګرځېدو وعده کړې او یا هم سپین ږیري او ناروغان دي.
بلخوا د ولسمشرۍ نوماند رحمت الله نبیل د حکومت په دې کار سخته نیوکه کړې او ویلي یې دي حکومت یوه ورځ څلورو میاشتو کې د طالبانو د ملا ماتولو خبره کوي او بله ورځ ۹۰۰ داسې طالب بندیان خوشې کوي چې هیڅ تضمین یې نه شي کېدای.
نوموړي ویلي، افغان حکومت سره د دوست او دښمن واحد تعریف نشته او همدا لامل دی چې افغانستان له یو بد بحران سره لاس و ګرېوان دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *