ګل آغا احمدي وردګ
یادښت
دغه مقاله چې (غازي محمد جانخان وردګ د ملي مبارزې سمبول) تر عنوان لاندې ده، د هېواد د آزادۍ د مشال، رښتیني مبارز او ستر اتل شهید غازي محمد جانخان وردګ د ژوند او مبارزې په هکله ده. دا مقاله د هغه علمي سیمنار په ویاړ لیکل شوې چې د ۱۳۹۸ هجري لمریز کال د غبرګولي د میاشتې په ۲۲مه نېټه د وردګ ولایت په مرکز میدانښار کې د همدې ولایت د مقام او د اطلاعاتو او فرهنګ د ریاست په نوښت د افغانستان د آزادۍ د بیرته اخیستلو د سلمې کالیزې په مناسبت جوړ شوی دی.
سریزه
تاریخ د یوې داسې هېندارې حیثیت لري چې د زمانې تېر شوی مخ وګړو ته څرګندوي د هېندارې پر بل مخ باندې انسانانو ته د تېرې زمانې هغه ټول کړه وړه د یو ویدیويي فلم په څېر ښکاره کوي چې د یوې ټولنې تېرو نسلونو، هستوګنو وګړو او مشرانو د خپلې زمانې په پړاوونو کې سر ته رسولي وي. بریالۍ ټولنه هغه ده چې د خپلو ویاړونو څلي یې د تل لپاره دنګ دنګ او ودان ساتلي، له خپلو افتخاراتو عبرت اخلي او د خپلې زمانې د بریاوو د حصول په لاره کې یې د وړانګو مشال ګرزوي. د دې ډول بریاوو په لړ کې یو هم د تېرو ویاړمنو انسانانو ژوندلیکونه، کارنامې او د هغوی د شخصیت په باب د معلوماتو را ټولول او حاضر نسل ته یې وړاندې کول دي چې د خپلې ټولنې د هستوګونو وګړو، هېواد، سیمې او نړۍ لپاره یې د خدمت مډالونه په ټټر ټینګ کړي وي، د آزادۍ مشال یې د خپلو وینو په نذرانه کولو سره روښانه کړي وي او خپل ژوند یې د یوې بریالۍ نمونې په توګه راتلونکو نسلونو ته د ویاړمن میراث په توګه پرې اېښی وي.
په دې لړ کې د افغانستان اتل ولس د خپلو قهرمانو نیکونو او پلرونو ګڼې نمونې لري چې زه هم د همداسې یو ستر غازي، ریښتني ملي اتل او د افغانستان د آزادۍ د معرکې د شهید غازي محمد جانخان وردګ د ژوند، کارنامو او شهادت په اړه لنډه یادونه کوم چې د خپل ژوند په اوږدو کې یې د انګریزي ښکیلاک په مقابل کې د افغانستان د اتل ولس مشري او لارښوونه کړې ده او د آزادۍ د مبارزې روښانه تاریخ یې جوړ کړی دی. غازي محمد جانخان وردګ په دې توانیدلی چې د افغانستان د آزادۍ خوښونکو وګړو د کوماندې یو بې سارۍ او اغیزمن نوښت رامنځته کړي او د خپلو اتلولیو په وسیله یرغلګر غلیم ته غاښ ماتوونکی ځواب ورکړي. په همدې توګه نوموړی توانیدلی چې د هېواد پلازمېنه (کابل) له انګرېزي یرغلګرو څخه پاکه کړي، خپل هېواد د تاریخ په یوه حساسه شېبه کې و ژغوري او ښکیلاکګر پوځونه له افغانستان څخه تېښتې ته مجبور کاندي. له بلې خوا د غازي محمد جانخان وردګ د ژوند او مبارزې د تاریخ څخه موږ ته دا خبره جوتېږي چې د امیر عبدالرحمان خان په څېر ځینو بې وفا حاکمانو، غدارو انسانانو او خاینو حلقاتو له لوري دغه ویاړلی غازي او د نوموړي په څېر د آزادۍ د معرکې ګڼ شمېر غازیان په یو او بل نوم متهم کېږي، نیول کېږي، له خپلې سیمې او کور څخه اجباري وتلو ته مجبورېږي او په شهادت رسول کېږي. البته دا هغه حاکمان وو چې د غازي محمد جانخان په څېړ د میړنیو غازیانو له برکته او د دوی د مېړانې، مجاهدو او اتلولیو په وسیله د واک ګدۍ ته رسېدلي وو خو دغو خاینانو حلقاتو ته خپل واک او نفسي خواهشات تر ملي ارزښتونو مهم ښکاره شوي او د پردیو په اشاره یې د هېواد نومیالي غازیان په شهادت رسولي دي.
زوکړه
د افغانستان د آزادۍ د لارې ستر مجاهد غازي محمد جانخان وردګ د ۱۲۱۷ هجري لمریز کال چې د ۱۸۳۹ میلادي سره سمون خوري د وردګو او میدان ولایت د اوسني جغتو د بیدمشک په کلي کې زیږیدلی او د وخت مروج علوم او دیني زده کړې یې له مختلفو علماوو څخه په جوماتونو او درسي حجرو کې سر ته رسولې دي. غازي محمد جانخان داسې مهال نړۍ ته سترګې پرانیستلې چې زموږ هېواد او خلک د انګریزي ښکیلاک د یرغلونو سره مخامخ وو دا هغه وخت وو چې انګریزانو د هند لویه او ارته ځمکه لاندې کړې وه او غوښتل یې چې افغانستان هم د خپلې لویې امپراطورۍ یوه برخه وګرزوي او د شوروي اتحاد د کمونیستي امپراطورۍ د یرغل مخې ته یې د یو سپر په توګه و کاروي. په همدې لړ کې انګریزانو زموږ په هیواد باندې په خپل لومړي یرغل کې د ماتې خوند څکلی وو او غوښتل یې چې د ګندمک د تړون پر بنسټ او د خپلې ماتې د کسات اخیستلو په مقصد د دویم ځل لپاره په افغانستان بې شمېره ښکېلاکي لښکرې را ماتې کړي.
پوځي زده کړې
اتل غازي محمد جانخان وردګ هم د وخت د اړتیاوو سره سم فوځي زده کړو ته مخه کړه او د افغاستان د وخت په اردو کې شامل شو څو خپل خدای ورکړی استعداد د خپلو خلکو، هېواد او سیمې د نجات په لاره کې امتحان کړي چې د ده د خارق العاده استعداد له مخې د جرنیلۍ رتبې ته ورسید او په ۱۸۷۹ میلادي کال هغه مهال د افغانستان خلکو د استعمار په مقابل کې د خپلې برحقې ملي مبارزې او مجاهدې د مشر په توګه غوره کړ چې د انګریزي استعمار دویمه لویه لښکر کشي په افغانستان باندې پيل شوې وه او زموږ هیواد یې اشغال کړی وو.
ملي مشرتوب
په دې هکله مختلف تاریخي روایات شته دی خو ګڼ روایات په یوه خوله نقل کوي چې غازي محمد جانخان له ښکیلاکګرو سره د مقابلې په لاره کې ستره ونډه ادا کړې او د وردګو، میدان، لوګر، کوهدامن، کابل، غزني، پکتیا، پکتیکا، پروان او کاپيسا پياوړي او مومن خلک یې په خپل ځان راټول او د دیني علماوو په مرسته یې د یو لوی لښکر تابیا وکړه.
د عملي جهاد پيل
كله چې د ۱۸۷۹ زيږدي كال په مۍ میاشت كې انګريزان كابل ته ننوتل غازي محمد جان خان وردګ له يو ټولي عسكرو سره د كوهستان له لارې راغى، په اسمايي غره كې يې پر انګريزانو بريد وكړ او له دې څخه وروسته جرنيل محمد جان خان په غازي محمد جان خان وردګ ياد شو. خو څنګه چې دغه مهال يې د جنګ لپاره لښکر كوچنى و، نو ترسختې جګړې وروسته يې بيرته وردګو ته په شاتګ وكړ او هلته يې له ملي او مذهبي مشرانو لكه د غزني د شلګرملا دين محمد چې په ملا مشك علم مشهور و او د خوات له ملا عبدالغفور لنګري سره سلا مشورې وكړې او تر ستر لښكر تيارولو وروسته د ۱۸۷۹ زيږدي كال د ډیسمبر پر لومړۍ نېټه بيا كابل ته راغى ، پر انګريزانو يې بريد وكړ، تارو مار يې كړل او سخته ماتې يې وركړه. له غازي محمد جانخان وردګ د ملي مبارزې لوی ټکي د خپل هیواد آزادي او د خلکو د هوساینه وه چې په دې لاره کې یې نه ستړې کیدونکې هلې ځلې وکړې او د خپل هیواد د ملي نوامیسو په ساتله کې یې ملي دنده ادا کړه. دغه ستر غازي د خلکو په منځ کې زیات نفوذ، ښه شهرت او ډیره مینه پیدا کړه حتی تر دې حده پورې چې د وخت شاعرانو به ورته شعرونه ویل او د تاریخ کتابونو ځینې دغه ډول شعرونه د تل لپاره په خپلو زرینو کرښو کې ساتلي دي. همدارنګه د ده هغه حماسې به یې ستایلې چې له کابل څخه یې انګریزي لښکرې ویستلو ته اړ کړې وې. په همدې توګه د هیواد په هره برخه کې به د هغه زیات عزت کیده او د ده د لښکرو هرکلی به خلکو په خوښیو او تودو ولولو سره کاوه. کابل ښاریانو هم د هیواد د ستر غازي محمد جانخان وردګ حماسې په خپلو شعرونو کې ستایلې چې په پښتو او دري ژبه یې هغه ته خواږه شعرونه ویلي دي.
واک ته د امیر عبدالرحمن خان رسېدل
کله چې امیر عبدالرحمن خان له انګریزانو سره د یو تړون په بنسټ د افغانستان ټولواک شو او غازي محمد جانخان وردګ او نورو غازیانو یې استقبال او ملاتړ وکړ، نو د څه وخت په تېرېدو سره له غازي محمدجانخان او د آزادۍ د لارې له نورو هغو غازیانو څخه چې د ملي نفوذ او شهرت خاوندان وو، سخت په اندیښنه کې شو او په داسې خیالونو کې ډوب شو چې شاید دغه کسان به یې د پاچاهۍ په لاره کې مزاحمت وکړي یا به واک ځینې و نیسي نو په ډیره بې رحمۍ او نامردۍ یې هغه غازیان یو پر بل پسې له منځه یوړل چې د هېواد د آزادۍ د لارې د لښکرو مشري یې کړې وه. د دې خبرې شونتیا هم لیدل کېږي چې شاید امیر عبدالرحمن خان به دغه کار له انګریزانو سره د یوې داسې پټې معاهدې په بنسټ کړی وي چې د خپل واک د لاسته راوړلو په سر یې ښکیلاکګرو ته یوه ډالۍ ورکړې وي او د هغوی د کینې په اور یې اوبه شیندلي وي.
شهادت
غازي محمد جانخان وردګ او ملګري یې د ۱۸۸۱ کال د اکتوبر د میاشتې په دویمه نیمايي کې په آبدو کوتل کې د هغو ازبکو ملیشو افرادو په لاس شهید کړای شو چې امیر عبدالرحمن خان د هغوی د شهادت لپاره ګومارلي وو. خو تاریخي لاسوندونه داسې ښيي چې د دې ستر غازي قبر د بلخ په ولایت کې کشف شوی او په تیرو کلونو کې یې په زیارت باندې یوه لیکلې ډبره هم د هغه ولایت د هستوګنو افغان فرهنګیانو له لوري اېښودل شوې او همدا اوس یې د زیارت ودانۍ د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ولسمشر جلالتمآب محمد اشرف غني په ځانګړې لارښوونه د جوړېدو په حال کې دی. د دې خبرې یادونه هم ضروري ده چې امیر عبدالرحمن خان څو ځلې هندوستان ته د غازي محمد جانخان وردګ د تبعید کولو کوښښ هم کړی وو خو د هغه نفوذ پر بنسټ چې د افغانستان د خلکو په منځ کې یې درلود، عامو افغانانو غازي محمد جانخان وردګ د غلجیو د هغه ریجمینت د منګولو څخه په وار وار ژغورل وو چې هندوستان ته یې د امیر عبدالرحمن خان په امر د اتل غازي محمد جانخان وردګ د تبعیدولو دنده په غاړه درلوده.
د غازي بابا کلا
بايد وويل شي چې غازي محمد جان خان د وردګو د جغتو د سيمې د بيدموشك د كلي اوسيدونكى وو. خو يوه كلا يې د جغتو د سعادت باباخيلو او كمال باباخيلو د كليو تر منځ د کاریز په سیمه کې هم شته چې ختيځ لور ته يې كاريز بهيږي او لوديځ لور ته يې د غازي محمد جان خان په نوم باندې د ليسې انګړ واقع دى چې د افغانستان ستر وياړ ګڼل كيږي. د غازي محمد جانخان کلا چې مخکې هم چندان آباده نه وه خو معاصرې څلوېښت کلنې غمیزې نور زیانونه هم ور واړول او اوس یې یوازې د برجونو ځینې برخې، د خونو نښې او د کلا شړیدلې پخسې ښکاري. همدارنګه ویل کېږي چې د ده د وخت ځینې وسایل او تاریخي لاسوندونه د ده له لمسیانو سره د جغتو د بیدموشک په کلي کې هم خوندي دي. زما وړاندیز دا دی چې که د سیمې امنیتي حالات ښه شي نو د غازي محمد جانخان وردګ کلا دې د یوې تاریخي آبدې په توګه و رغول شي او په یو ملي موزیم دې بدله شي.
د غازي بابا میراث
په دې کې شک نشته چې د غازي محمد جانخان وردګ د ژوند تاریخ له ویاړونو څخه ډک دی او دغه ستر غازي د خپل وخت د مجاهدې یوه غوره بېلګه دی چې په خپل ټول توان یې د هېواد د ژغورلو په موخه له بهرني یرغل سره مبارزه کړې، افغانان یې د خپلې مجاهدې په لاره کې یووالي ته رابللي، د اغیزمن ملي مشرتابه یوه غوره نمونه یې وړاندې کړې او کلکه مبارزه یې کړې ده. د افغانستان اوسنی نسل چې کله د غازي محمد جانخان وردګ او د هېواد د نورو اتلو غازیانو تاریخ لولي نو څه عبرت ځینې اخلي او زموږ غازیانو موږ ته څه شی په میراث پرې اېښي دي؟ دا هغه پوښتنه ده چې د هر افغان په ذهن کې تاوېږي ځکه چې هغه مهال هم په افغانستان کې جګړه روانه وه او نن ورځ هم په یو او بل عنوان په جنګ ځپلي افغانستان کې جګړه ده او د ۴۱ کلونو راهیسې زموږ هېواد د اور په لمبو کې سوزي. زما په نظر د افغانستان اوسني کهول ته په کار دي له ځان څخه و پوښتي چې تر کله به موږ جګړه کوو، تر کله به موږ له ناخوالو سره مخ وو، تر کله به افغانان د بهرنیانو په اشاره یو بل وژني، تر کله به زموږ هېواد له ناکامۍ او ورانۍ سره مخ وي او تر کله به موږ د نړۍ د پرمختګ له کاوان څخه شاته روان وو؟ زما په اند د افغانستان اوسني نسل ته ښایي چې له خپلو نیکونو څخه یو څه زده کړي چې هغه کلکه مبارزه او او له ناخوالو څخه د هېواد د ژغورلو کلک هوډ دی. له بهرنیو یرغلونو څخه د خپل هېواد د جغرافیایي قلمرو په ساتلو سربېره د افغانانو اوسني نسل ته ښايي هغو اقداماتو ته مخه کړي چې زموږ هېواد له روان کړکېچ او جګړې څخه ژغورلی شي. افغانانو ته ضروري ده چې تر ټولو د مخه د روان کړکېچ څخه د هېواد د نجات او ویستلو په لارو چارو غور وکړي او هغه ګران افغانستان کې د سراسري سولې، یووالي او ورورګلوۍ تامین دی. په دویم ګام کې د افغانستان اوسني نسل ته ښایي چې د یوې ملي ژمنې له مخې ټول (نارینه او ښځینه) د اسلام د سپېڅلي دین په چوکاټ کې تعلیم ته مخه کړي او له روانو ناخوالو څخه د خپل هېواد ژغورل په سوله، تعلیم، هڅو، کار، پرمختګ، له نړیوالو سره په دوه اړخیزو تفاهماتو او مسلکي ژوند کې و ګوري او ټول په ګډه د ګران افغانستان د آبادۍ لپاره لاس په کار شي او بس.
پایله
غازي محمد جان خان وردګ د ۱۸۳۵ او ۱۸۸۰ ميلادي كلونو تر منځ ژوند كړى او د افغانستان په سياسي تاريخ كې يې د پياوړي دریځ په درلودلو سره تاریخي کارنامې کړې، د افغانستان د خلکو او د غازیانو د لښکرو مشري یې کړې او له انګریزانو څخه یې د خپل هیواد د ژغورلو په برخه کې کوټلي او نه هیریدونکي ګامونه ایښي دي. دا هغه وخت وو چې افغانستان د انګريزي ښكيلاك د دوهم يرغل سره مخ وو چې د وردګو، غزني، لوګر، پکتیا، پروان او پلازمينې كابل په سيمو كې غازي محمد جانخان وردګ بهرنيو يرغلګرو ته كلكې ماتې وركړې دي او بلآخره له بهرنیو یرغلګرو سره د پټې معاملې د توطیه ګرو حکامو په لاس د شهادت لوړ مقام ته رسیدلی دی روح یې د ښاد او یاد یې دې تل وي.
اخځلیکونه
۱.رشید، عبدالخالق، غازي محمد جانخان د وینو په لاره د شهادت تر دم ځایه، دویم چاپ، اکسوس خپرندویه ټولنه، کابل، ۱۳۹۵ هجري لمریز کال
۲.احمد وردګ، ګل آغا، وردګ پېژندنه، الازهر خپرندویه ټولنه، کابل، ۱۳۹۵ هجري لمریز کال.
۳.سلیمي، محمد ارسلان، غازي محمد جانخان وردګ، لیکنه
۴.حلیم، حیات الله، د وردګو مشاهیر، د لومړي، دویم، دریم او څلورم ټوک مجموعه، خپرندوی په خپله لیکوال، چاپ ځای اسد دانش مطبعه کابل، ۱۳۹۶ هجري لمریز کال.
۵.آرینزی، احسان الله، د غازي محمد جانخان وردګ د سمینار د مقالو ټولګه، کابل، ۱۳۸۹ هجري لمریز کال.
۷.آرینزی، احسان الله، د وردګ پېژندنې د سیمنار د مقالو ټولګه کابل، ۱۳۹۵ هجري لمریز کال
۸.حلیمي، محمد حامد، وردګ سیمه، تاریخ او کلتور، د وردګو کلتوري یون کابل، بهیر مطبعه، ۱۳۸۷ هجري لمریز کال
۹.غازي بابا یا محمد جانخان غازی، د ارواښاد احمد علي کهزاد لیکنه
۱۰.میړني دي چې یادیږي، دریځ ویبلوګ
۱۱.لروبر بریښنا پاڼه
۱۲.آریايي بریښنا پاڼه
۱۳.ګوربت مجله مختلفې ګڼې
۱۴.لیکوالي املا او انشا، د ارواښاد ګل پاچا الفت لیکنه
۱۵.رحماني، ګل رحمن، د آزادۍ لېونی، ګودر خپرندویه ټولنه، جلال آباد، ۱۳۹۸ هجري لمریز کال
۱۶.احمدي وردګ، ګل آغا، محمد ارسلان سلیمي د افغانستان پياوړې څېره، د وردګ ولایت مقام، چاپ ځای اسد دانش مطبعه کابل، ۱۳۸۸ هجري لمر یز کال
۱۷.مختار، محمد اورنګ، د وردګو کلتوري یون، د افغانستان ملي تحریک کابل، ۱۳۹۴ هجري لمریز کال
۱۸.حلیم، حیات الله، غازي محمد جانخان وردګ د خپلواکۍ په جګړه کې د هغه اتلولي او مظلومانه شهادت، خپرندویه ټولنه، د وردګو کلتوري یون، چاپ ځای، بهیر مطبعه کابل، ۱۳۸۷ هجري لمریز کال
۱۹.غازي زاده، محمد عظیم ستومان، د غازي محمدجانخان منظوم تاریخ، ناچاپ اثر