د چین ګوانګشي زوهانګ ایالت کې راوتلیو سیلابونو او ځمکښوېدنو ۱۷ کسان وژلي او ۹ نور لا هم ورک دي.
ګوانګشي زوهانګ ایالت کې د پرله پسې بارانونو له کبله دا مهال شپږ ښارونه او ۳۸ درې د سختو سېلابونو تر ګواښ لاندې دي چې له کبله یې ۶۰۰ زره کسان اغېزمن شوي دي.
د سېلاب اوبو ګڼ موټر وړي دي او مرستندویه ډلو تر دې دمه په اوبو کې ایسال له ۱۰۰۰ زیات کسان ژغورلي دي.
دغه راز بارانونو، سېلابونو او ځمکښویدنو یو لوی شمېر کورونه، سړکونه او فصلونه هم ویجاړ کړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *