تاند- یو متقاعد روسی ډګروال الکساندر لاورینتیف په افغانستان کې له برمته کېدو یوه میاشت وروسته خوشي شو.

روسي رسنۍ وايي چې الکساندر لاورینتیف د روسیې د جنګي اسیرانو د کمیسیون غړی دی او د سږ کال د مارچ په ۲۶ نېټه د افغانستان هرات ولایت ته لاړ چې د ۱۹۷۹ او ۱۹۸۹ کلونو ترمنځ پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د یرغل په موده کې نیول شوي روسي اسیران ومومي خو کله چې نوموړی بېرته خپل هیواد ته ستنېدو د هرات د هوايي ډګر په لاره کې یرغمل شو.

الکساندر لاورینتیف

ګومان کېږي چې دا روسی متقاعد ډګروال به طالبانو تښتولی و.

ویل کېږي چې یو شمېر طالب قوماندانان د پیسو د ترلاسه کولو لپاره هر بهرنی تښتوي.

په وروستیو درو کلونو کې طالبان او روسیه نژدې اړیکې لري.

د لاورینتیف له تښتول کېدو درې ورځې وروسته د ده ترجمان په کابل کې د روسیې سفارت ته لاړ او روسي دیپلوماتان یې د تښتونکو له غوښتنې خبر کړل.

لاورینتیف وايي چې تښتونکو مجبوره کړ چې پر ډبرو پلی لاړ شي څو پښې یې ژوبلې شي او د تښتېدو توان ورڅخه واخلي.

دی همداراز وايي چې یرغمل نیوونکو دوه ځلې وغوښتل چې دی ووژني.

د اپریل په ۲۲ نېټه لاورینتیف د روسیې د بهرنیو چارو وزارت او د افغانستان د ملي امنیت له لوري په همږغه شویو عملیاتو کې وژغورل شو.

د روسیې آربي سي ویبپاڼې ته موثقو سرچینو ویلي چې د لاورینتیف د خلاصون په بدل کې نه یوازې برمته ګرو ته پیسې ورنه کړل شوې، بلکې ځانګړو افغان ځواکونو څو تنه طالبان ژوندي ونیول.

لاورینتیف د اپریل په ۳۰ نېټه مسکو ته ورسول شو او هلته یې د دې لپاره د سترګو جراحي عملیات وشول چې د برمته توب په لړ کې ژوبلې شوې وې.

د ده پښې هم ژوبلې دي او یوازې په امسا تګ کولی شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *