ټاکل شوې چې ولسمشر غني د لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د جون په ۱۸ مه مانچسټر کې د افغانستان او انګلستان د کرکټ لوبې کتو ته ولاړ شي.
د ارګ یوه سرچینه تاند ته وایي، دې سفر کې به د کرکټ بورډ نویو اعضاو تر څنګ د مالیې سرپرست وزیر همایون قیومی، د ولسمشر رېیس دفتر سلام رحیمی، د دولت ساز ټاکنیز ټبم لومړی مرستیال امرالله صالح، ندیمه سحر، د ولسمشر لوی سلاکار فضل محمود فضلي، د ستراتیژیکو اړیکو برخه کې د ولسمشر لوی سلاکار وحید عمر، د ولسمشر د تره زوی اجمل غنی، علمي چارو کې د ولسمشر سلاکار لعل پاچا ازمون او پاکستان کې د افغانستان سفیر عاطف مشعل د ولسمشر مهم ملګري وي.
سرچینه وایي، ولسمشر به نه یوازې د افغانستان او انګلستان د لوبې سیل ته ورشي بلکې د بریټانیا به صدراعظمې تریسا مې سره به هم د دواړو هیوادونو د اړیکو په پراختیا خبرې وکړي او افغان سولې پروسه کې به مرسته هم ترې وغواړي.
داسې اوازې وې چې ولسمشر غني به له انګلستانه رالیږل شوی شهزاد محمدي هم بیرته ځان سره لوبډلې ته ستون کړي، خو د ارګ سرچینو لا دا خبره نه ده تایید کړې.
