د لوګر يو شمېر ښوونکي وايي، که د سرپنا غم يې ونه خوړل شي نو درسي اعتصاب به وکړي.
د مرکز پل علم لسګونه ښوونکو په یوه اعتراضیه غونډه کې وویل چې د چارواکو له لوري ورسره د استوګنیزو نمرو په ورکړه کې ناغېړي کيږي.
دوی وايي، له کلونو – کلونو يې د ښوونکې سپېڅلې دنده ترسره کړې خو تر اوسه د سرپنا ځای نه لري.
د مرکز پل علم اړوند د بېلابېلو ښوونځيو مسؤلین او ښوونکي د پنجشنبې په ورځ په جهادي لېسه کې راټول شوي و او له دولت يې د رهايشې نُمرو د ژر تر ژره وېش غوښتنه کوله.
د یادو ښوونکو یوه استازي خلیل الله توکلي وویل: « موږ درسي اعتصاب ته اړ شوي یو، زمونږ غږ نه اوریدل کیږي تراوسه د معلمینو هیڅ غوښتنې ته مثبت ځواب نه دی ویل شوی، مونږ به ترهغې خپل تحصُن ته دوام ورکوو چې غوښتنې مو نه وي منل شوي.»
په ورته مهال د لوګر د ښوونکو د اتحادیې مشر او د حضرت عمرفاروق رض مرکزي لېسې آمر لطف الله ستانکزي وويل: کلونه پخوا ورته رهايشې نمرې منظور شوي دي او سربېره پر دې د یوشمېر مسؤلینو له لوري د ښوونکو د ښارګوټي د وېش په برخه کې ژمنې هم شوي دي؛ ولې د عمل په برخه کې یې ناغېړي کيږي، چې د نوموړي په خبره یادو ستونزو ته په کتو د مرکز ښوونکي هم دې درسي اعتصاب ته اړ شول.
ځينو ښوونکو وويل چې د نمرو تعرفې هم ورکول شوي دي خو د سرپناه نمرې ورته نه وېشل کيږي.
د لوګر د مرکز یوه بل ښوونکي وويل: ((زموږ د سرپنا مشکل دې حل سي، له کلونو کلونو دنده ترسره کوو، ټول ولايت چور سو خو موږ ته خپل حق نه راکول کيږي، آن د کرزي په وخت کې ښوونکو ته د نُمرو د وېش خبره شوې ده، خو لا تر اوسه موږ ته نه دي وېشل شوي او چارواکي مو په یوه او بله ورځ غولوي.))
د بېلابېلو ښوونځيو ښوونکو وويل، که تر راتلونکي اونۍ ځايي اداره او اړوند چارواکي د دوی ستونزه ورحل نه کړي نو دوی به درسي اعتصاب وکړي او نور به ښوونځيو کې زده کوونکو ته درس ورنه کړي.
بل خوا د لوګر د پوهنې رئیس عبدالوکیل کلیوال د یادې موضوع په اړه وویل چې د ښوونکو له استازو سره تر ناستې وروسته یې د ښارجوړونې له وزارت سره د دوی ستونزه شریکه کړې او شونې ده په راتلونکې اونۍ کې به د وېش لړۍ پیل شي.
کلیوال د مرکز له ښوونکو غوښتنه کړې چې درسي اعتصادب دې نه کوي.
معترض ښوونکي خبرداری ورکوي چې که غوښتنې يي ونه منل شي، نو پر پراخو لاریونونو به لاس پورې کړي.
د لوګر د مرکز ښوونکو داسې مهال د درسي اعتصاب ګواښ کړی، چې د امنیې قومندانۍ د معلوماتو له مخې د دولتي ځمکو د غصب پېښې تر بل هر وخت زیاتې شوي او دوی یې په مهارولو کې کوټلې هڅې پیل کړي دي.
شفیع الله افغانزی – پل علم