تاند نیوز ډېسک: د ټویټر ټولنیزې شبکې مسوولان وايي، د ایران حکومت ته نیغ په نیغه یاد له نورو لارو د نږدې کسانو زرګونه اکاونټونه یې بند کړي دي.
دغه شرکت وايي، ۴۸۰۰ داسې کسان چې د ایران له حکومت سره مستقیم او یا غیر مستقیم په تماس کې وو او تبلیغات یې ورته کول، دوی یې اکاونټونه ورتړلي دي.
د ټویټر شبکې ویلي، له دې منځه نږدې ۲ زره کسانو له خپل ټویټر نه په استفاده د ایران د حکومت لپاره تبلیغات کول او نږدې ۲۰۰ نورو کسانو به له ټویټر نه د اسرائیلو ضد ټویټونه کول.
ټویټر شبکې زیاته کړې، په تړل شویو اکاونټونو کې ۳ زره یې مستعار وو، ځکه یې دوی هم پر ضد اقدام وکړ.
باید وویل شي چې ایران دا مهال له غرب خصوصا له امریکا سره چې ټویټر هم د امریکایانو دی د اړیکو په خورا تاوتریخجن موړ ولاړ دی.
امریکا پر ایران پراخ اقتصادي فشارونه راوړي دي، څو دا هیواد د یورانیمو له غني کولو او د ترهګرۍ له ملاتړ راوګرځوي.