اجرائیه رییس عبدالله عبدالله پرون مازیګر د سیکا غړو هیوادونو کنفرانس کې د ګډون لپاره تاجکستان ته تللی او د حاشبوي لیدنو پیل یې دوشنبې ښار کې د دغه هیواد له ولسمشر امام علي رحمان سره کړی دی.
د تاجکستان ولسمشر دغه لیدنه کې افغانستان خپل ستراتیژیک ملګری یاد کړی او ویلي یې دي تاجکستان په افغانستان کې نه یوازې دا چې سوله غواړي، بلکې دې پروسه کې مرستو ته هم چمتو دی.
امام علي رحمان د افغانستان سوله او ثبات د سیمې د اقتصادي ودې او پراختیا په ګټه بولي او افغانستان سره یې په ګډو سوداګریزوـ اقتصادي اړیکو هم ټینګار کړی دی.
لیدنه کې اجرائیه رئیس افغان سوله کې د تاجکستان رول مهم یاد کړ او د دواړو هیوادونو تر منځ په اقتصادي راکړه ورکړه او د سیمه ییز اتصال د هلو ځلو په پراختیا ټینګار وکړ
د اسیایي هیوادونو تر منځ د باورجوړونې او تعامل سازمان یا سیکا کنفرانس چې د افغان حکومت په استازیتوب به عبدالله عبدالله وینا ورته وکړي، د سیمې او اسیا په اړه د مهمو پریکړو تمه ترې کېږي.
د تاجکستان دوشنبې ښار قصر ملت دا وار د سیکا غونډې کوربه دی چې ګڼ اسیایي مشران ور رسیدلي دي.