هلمند

تاند- افغانستان او ایران له اوږدو خبرواترو وروسته بالاخره د هلمند د اوبو د استفادې په اړه موافقه لاسلیک کړه.

د اذربایجان تریند خبري اژانس د ایراني چارواکو په قول نن /شنبه/ راپور ورکړ چې په کابل کې د دواړو هیوادونو د اوبو د کمیسیونونو د غونډې په پای کې افغانستان او ایران موافقه وکړه چې د دوو هیوادونو ترمنځ د ۱۹۷۳ م کال د موافقې د ښې اجرا لپاره به په هلمند سین کې میتر یا د اوبو د اندازه کولو وسایل کښېږدي.

د ایران د انرژۍ وزارت په خپله ویبپاڼه کې د خپل هیواد د انرژۍ د مرستیال وزیر قاسم تقي زاده خامیسي په قول لیکلي«په یوه خورا ورورګلویز چاپېریال کې، موږ ښو نتیجو ته ورسېدو، او دواړو خواوو ټینګار وکړ چې د هلمند سین د اوبو د کارولو لپاره عملیاتي پلان باید ترتیب شي چې د دواړو هیوادونو خلک، په تېره بیا د افغانستان د نیمروز او د ایران د سیستان او بلوچستان ولایت اوسېدونکي د هغه له پایلو څخه ښه استفاده وکړي.»

ده همداراز ویلي چې د دې موافقې هدف دا دی چې د هلمند سین اوبه په لا دقت تنظیم شي.

د ایران د انرژۍ وزارت وايي چې حاضر دی له افغانستان سره د انرژۍ او اوبو په تېره بیا په افغانستان کې د اوبو د څېړنیز مرکز په جوړولو کې همکاري وکړي.

تراوسه پورې د افغانستان او اوبو او انرژۍ وزارت له ایران سره د هلمند سین د اوبو پر سر د موافقې په اړه څه نه دي ویلي.

دواړو هیوادونو د محمد موسي شفیق د صدارت په دوره کې د هلمند د اوبو د وېش پر سر موافقه کړې وه خو ایران ادعا کوي چې تر هغې اندازې کمې اوبه ورپرېښودل کېږي چې په ۱۹۷۳ م کال کې شوې وه.

خو افغانستان وايي چې د وچکالیو له کبله د هلمند سین د اوبو اندازه کمه شوې او ایران باید توقع ونه لري چې لا به هم هومره اوبه ورته بهېږي څومره چې په اویایمه لسیزه کې بهېدې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *