د افغانستان له شلو کلونو د کم عمره ځوانانو فوټسال لوبډلې د اسیا اتلولۍ جام سیالیو کې نن ماښام هانګ کانګ ته ۶ پر ۱ ماتې ورکړه.
افعانستان تر دې وړاندې جاپان ته هم دوستانه لوبه کې ۴ پر ۳ ماتې ورکړې.
د ۲۰ کلنو فوټسال لوبډله سبا ییکشنبه له ایران سره د دوی په خپل کور کې د اسیا اتلولۍ جام کې خپله دویمه لوبه وکړې.
د اسیا اتلولۍ جام فوټسال سیالۍ د ایران تبریز ښار کې د څلورو ګروپونو کې د ۱۲ لوبډلو تر منځ روانې دي.
افغانستان دغو لوبو کې له ایران او هانګ کانګ سره يو ګروپ کې دی.