تاند- ټاکل شوې ده چې د امریکا متحد ایالتونه او طالبان روانه اوونۍ د قطر په مرکز دوحه کې اووم پړاو خبرې پیل کړي.

تراوسه پورې د دواړو خواوو په خبرو کې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د وتلو پر مهالوېش او له افغانستانه پر امریکا او نورو هیوادونو د تروریستي حملو د مخنیوي پر تضمین تمرکز شوی دی خو دا ځل تمه کېږي چې د دواړو خواوو په خبرو کې به د افغانستان د اوږدې جګړې د پای ته رسېدو په برخه کې پرمختګ وشي.

راپورونه وايي، د مې په میاشت کې توقع وه چې د زلمي خلیلزاد په مشرۍ د امریکايي پلاوي او طالبانو په خبرو کې به پر یادو دوو مسلو موافقه وشي خو له اوربند او د افغانستان له حکومت سره له خبرو د طالبانو انکار سبب شو چې رسمي موافقه ونه شي.

د طالبانو د قطر د دفتر ویندوی سهیل شاهین دا راپور ردوي چې ګنې د موافقې لاسلیک په دې خاطر ځنډېدلی چې طالبانو اوربند نه دی منلی یا یې له بین الافغاني خبرو سره مخالفت کړی دی.

ده امریکا ږغ ته وویل«فکر نه کوم چې زموږ خبرې دې له ولاړ حالت سره مخامخ شوي وي. د پرمختګ په حال کې دي، البته منظمې او په تدریج.»

ده په عین حال کې وویل«هیله لرم چې له افغانستانه د بهرنیو پوځیانو د وتلو د مهالوېش اعلان به دا پروسه نوره هم چټکه کړي او دې ته به لاره هواره کړي چې افغانان په خپل منځ کې خبرو ته کښېني او د راتلونکي اسلامي نظام او حکومت په اړه طرحه جوړه کړي.»

خلیلزاد هم له طالبانو سره د بل پړاو خبرو په درشل کې ویلي «هڅه کوو چې د سولې د چوکاټ لومړۍ دوې برخې نهايي کړو.» خو ده په عین حال کې ټینګار کړی چې د بریالیتوب لپاره د ټولو خواوو په دریځونو کې نرموالي ته اړتیا ده.

شاهین د زلمي خلیلزاد د څرګندونو په ځواب کې ویلي«موږ هیله لرو چې خلیلزاد به خپله ژمنه عملي کړي- د دې دوو مسلو په اړه به د سولې خبرې نهايي کړي.»

د ځینو راپورونو له مخې، ټاکل شوې ده چې راتلونکې میاشت (جولای) د افغانستان د حکومت، یو شمېر افغان سیاستوالو او طالبانو ترمنځ په دوحه کې دوه ورځینۍ خبرې وشي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *