تاند- په جرمني کې یوې محکمې نن په کندوز کې د څه باندې سلو وژل شویو افغانانو پر قضیې غور پیل کړ.
د اې بي سي نیوز د راپور له مخې د جرمني د بون سیمه ییزه محکمه د وژل شویو کسانو د خپلوانو د شکایت پراساس پر دوسیې غور کوي.
د بون د محکمې ویندوی فلیپ پریڅ وویل، محکمې د دوو امریکايي جټ الوتکو ثبت شوې ویدیو ولیده چې د ۲۰۰۹ کال د سپټمبر په څلورمه په کندوز کې بمباري کوي.
ادعا کېږي چې د بمبارۍ امر د کندوز ولایت د چاردرې ولسوالۍ په عمر خېل کلي کې د جرمني ځواکونو قومندان له دې وېرې ورکړی و چې وسله وال یاغیان به د تېلو دوه تښتولي ټانکرونه د ده پر پوځیانو په حمله کې وکاروي.
دوو ایف پنځلس جنګي الوتکو پر ټانکرونو دوه ۲۳۰ کیلويي بمونه یو یو شمېر هدایت شوي بمونه غورځولي وو چې په نتیجه کې یې د تېلو ټانکرونه، چې کلیوال ورڅځه د تېلو د وړلو لپاره راټول شوي ول، وسوځېدل او ګڼ ملکیان یې ووژل.
د جرمني پوځ مني چې ۹۱ تنه وژل شوي خو د ناټو راپور د وژل شویو او ټپیانو شمېر ۱۴۲ تنه ښيي.
د قربانیانو مدافع وکیل وايي چې د ده د تحقیقاتو په نتیجه کې ثابته شوې چې ۱۳۷ تنه وژل شوي دي.
دا پېښه د افغانستان په نژدې دوولس کلنه جګړه کې د جرمني پوځیانو له لوري تر ټولو خونړۍ حمله ګڼل کېږي.
جرمني د هر قرباني کورنۍ ته پنځه زره ډالره تاوان ورکړی، خو هغوی تر دې زیات تاوان غواړي. زاپورونه وايي چې د جرمني له لوري د تاوان د پیسو ډېره لږه برخه د قربانیانو خپلوانو ته په لاس ورغلې ده.
په حمله کې اکثره وژل شوي کسان ملکیان ول.
له بلې خوا شپېګل مجلې په یوه راپور کې ویلي چې د جرمني قومندان پر ضد د جنايي تور دوسیه فسخه شوې خو د پېښې د قربانیانو خپلوانو ته د اضافي تاوان مسله لا پر ځای ده.