د هندوستان بهار ایالت کې د هوا د سختې ګرمۍ له کبله ۲۴ ساعتونو کې ۴۵ کسان مړه شوي دي.
چارواکي وایي، زیات مړي په اورنګ اباد، ګایا او نیواډا کې شوي دي او د دغو سیمو ۱۰۰ کسان بیا لا هم روغتونو کې تر جدي څار لاندې دي.
په دې لړ کې د اورنګ اباد روغتون مشر ډاکټر سریندر پرساد سینګ رسنیو ته د ۲۷ کسانو د مړینې پخلی کړی دی.
د ګایا د احصائیې ادارې مشر ابیشک سینګ بیا دغلته د د ګرمۍ له کبله د ۱۴ مړیو تصدیق کړی او ویلي یې دي چې ۴۰ کسان روغتون کې لا هم بستر دي.
د بهار ایالت اعلی وزیر په دې تړاو خواشیني ښودلې او ویلي یې دي د هر مړي له کورنۍ سره به د حکومت لخوا ۴ لکه کلدارې مرسته وشي.
ځایي حکومت دغه راز په خلکو غږ کړی دی چې د هوا د ګرمیدو له کبله دې له کورونو نه راوځي.
