تاند نیوز ډیسک: یو افغان پانګه وال د عطرو له پلوه د هیواد د خودکفایۍ په هڅه جلال اباد کې د ګلابو عطر تولیدوي چې دا عطر په کاناډا، المان او فرانسه کې خاص بازار لري.

دغه افغان سوداګر وایي، که څه هم حکومت یې ملا نه ده تړلې خو دوی خپل باکیفیته ترین د عطرو تولیدات د نړۍ مشهورو بازارونو ته رسوي او ښه مینه وال یې ورته پیدا کړي دي.

د اورځلا د ګلابو جلال ابادي عطر دا مهال نړۍ کې خاص شهرت نه برخمن دي او د ترکیې، بلغاریا او مراکش عطرو ته یې ماتې ورکړېـده.

د اورځلا د عطریاتو شرکت مشر عبدالله ارسلا تاند ته وایي، د ګلابو او نارنجو ګلانو بیلابیلو ډولونو د کرلو او پاللو لپاره بزګرانو ته فني او مسلکي روزنه ورکړې ده.

د ارسلا په خبره نه یوازې عطریات بلکې ګڼ نور وطني تولیدات هم لري چې په هیواد دننه هم ښه بازار لري، د ده په خبره کرنې وزارت یا حکومت یې تر اوسه په معنوي او مادي برخه کې هیڅ لاسنیوی نه دی کړی.

ارسلا وایي، د ګلابو د ګلانو کاروبار سره یې نه یوازې فابریکه کې لسګونه خلکو ته کار پیدا کړی بلکې ګڼو کروندګرو یې هم له برکته د حرامو کښتونو پر ځای سلګونه جریبه ځمکه باندې د ګلابو کرلو ته مخه کړې ده.

هغه ورځې چې کلیوالي سیمو کې د اورځلا شرکت لپاره د ګلابو پاڼې راټولیږي، د خواږه وږم بیلې شیبې وي، چې د اروپا د هواګانو مستولو لپاره ننګرهار سره مخه ښه کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *