تاند نیوز ډېسک: د عامې روغتیا وزارت چارواکي وایي، په ۲۰۱۸ کال کې په بیلابیلو سرطانونو ۲۰ زره هېوادوال اخته شوي چې له کبله یې ۱۵۰۰۰ کسانو سره ژوند وفا نه ده کړې او مړه شوي دي.
د عامې روغتیا وزارت مرستیال فدا محمد پیکان د یکشنبې په ورځ د سینې د سرطان لومړني سمپوزیم ته ویلي، تېر ۲۰۱۸ کال په افغانستان کې ۳۰۰۰ مېرمنې د سینو په سرطان اخته شوي چې له کبله یې ۱۷۰۰ مړې شوې دي.
د پیکان په خبره، په افغان نارینه وو کې د معدې، کولمو، خولې او مثانې سرطان مهم او زیات پیژندل شوي ډولونه دي خو افغانې ښځې د سینې په سرطان زیاتې اخته کېږي.
د وایروسي ناروغیو متخصص ډاکټر ایوب تاند ته وایي، په افغانستان کې د سرطان په اړه د عامه پوهاوي تشه او د دې ناروغۍ په تشخیص کې د ډاکټرانو تېروتنه هغه څه دې چې افغانانو ته یې د دې ناروغۍ زیاته مخه راګرځولې ده.
سرطان د زړه له ناروغۍ وروسته دویمه تر ټولو خطرناکه ناروغي ده چې هر کال د زړه له ناروغانو وروسته د زیاتو افغانانو ژوند اخلي.
د عامې روغتیا وزارت وایي، همدا اوس د ۳۰ یا ۴۰ زرو په شمېر افغانان له دې رنځه کړېږي.
افغان حکومت د دغې رنځ د مخنیوي په هڅه کې ایله سږ کال په کابل کې د سرطاني ناروغیو د تشخیص مرکز پرانیست، چې څانګې یې د کابل په استقلال، جمهوریت او اندراګاندي روغتونونونو کې هم شته.