تاند نیوز ډېسک: د اسیا پراختیایي بانک د پاکستاني چارواکو هغه خبر رد کړ چې ګنې دغه بانک ورسره د بودیجې د ملاتړ په خاطر د ۳ ملیارده او ۴۰۰ میلیون ډالرو مرستې ژمنه کړې ده.

د شنبې په ورځ دوه لوړ پوړو پاکستاني چارواکو ادعا کړې وه چې اسیایي پراختیايي بانک پاکستان ته د مالي اصلاحاتو او اقتصادي پیاوړتیا لپاره د ۳ اعشاریه ۴ ملیارده ډالرو مرسته کوي.

په دې اړه لومړی اعلان د پاکستان د پلان او پرمختیا وزیر مخدوم خسرو بختیار په یوه خبري غونډه کې وکړ، چې بیا په مالي چارو کې د عمران خان سلاکار وزیر عبدالحفیظ شیخ هم د اسیایي بانک له عمومي رييس (جنرال ډایرکټر) وارنر لي سره تر لیدنې وروسته په ټویټر کې ولیکله.

شیخ لیکلي و، اسیایي بانک د پاکستان د ۲۰۱۹ـ ۲۰۲۰ مالي کال په لومړیو دریو میاشتو کې پاکستان ته ۲،۲ ملیارده ډالر ورکوي چې د پاکستان بهرنیو حسابونو ته به یې ښه ګټه ورشي.

خو اوس په پاکستان کې د اسیایي بانک استازولۍ اعلامیه ورکړې ده چې له پاکستان سره یې داسې کومه وعده نه ده کړې، بلکې له عبدالحفیظ شیخ سره په لیدنه کې نوموړي د بانک چارواکو ته د خپل هیواد د زیاتو پورونو شکایت کړی دی.

په اعلامیه کې د پاکستان لپاره د اسیایي بانک د مشر شیاوهونګ یانګ له قوله راغلي، په دې اړه یوازې خبرې روانې دي او بانک چې هر کله د مرستې په اندازه او جزییاتو باندې پریکړې ته ورسید هغه مرسته بیا د بانک د رهبرۍ لخوا اعلانیږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *