تاند- جرمني له خپلې خاورې د رد شویو افغان کډوالو د ایستلو په لړ کې سبا (سې شنبه) یو شمېر نور افغان کډوال د هوا له لارې کابل ته راګرځوي.
د جرمني رسنۍ وايي، له دې هیواده تر اوسه پورې ۵۸۹ افغانان ایستل شوي او کابل ته رسول شوي دي.
جرمني د ۲۰۱۶ م کال د دسمبر له میاشتې څخه د رد شویو افغان کډوالو د ستنولو لړۍ پیل کړې ده.
ټاکل شوې ده چې نن شپه د جرمني له لایپزیګ څخه په یوه الوتکه کې یو شمېر افغان کډوال د افغانستان په لور روان کړل شي.
د جرمني رسنیو نه دي ویلي چې په دې پېره کې به څومره افغان کډوال کابل ته راواستول شي.
تر دې وړاندې ۵۸۹ تنه هغه افغانان، چې د پناه غوښتنلیکونه یې رد شوي یا یې په جرمني کې جرمونه کړي وو، په ۲۴ الوتنو کې کابل ته راګرځول شوي دي.
د بشري حقونو ځینې ملاتړې ادارې او فعالان د جرمني او یو شمېر نورو اروپايي هیوادونو له لوري د افغان پناه غوښتونکو پر ایستلو نیوکه کوي او وايي چې د افغانستان امنیتي وضعیت ښه نه دی.
په استرالیا کې د یوه څېړنیز انستیتیوت په وروستۍ ارزونه کې ویل شوي و چې افغانستان د نړۍ تر ټولو ناامن هیواد دی.