تاند نیوز ډېسک: ولسمشر غني له بریټانیا غوښتي چې د ټاکنیز سیسټم د روڼتیا په برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړي.
ښاغلي غني د بریټانیا په بهرنیو چارو کې د دولت له وزیر جرمي هانټ سره لیدنه کې دا خبره رایاده کړې او ټینګار یې کړی چې دا هیواد کابل سره د سولې او انتخاباتو په پروسه کې ډېر څه کولی شي.
ښاغلي غني وویل، افغانستان د جمهوري ریاست ټاکنې په مخ کې لري او د دې پروسې د لازیاتې روڼتیا په خاطر دې د برتانیې شاهي هیواد افغانستان سره همکاري وکړي.
ولسمشر غني جرمي هانټ ته دغه راز وویل، د برېتانیې په ګډون د افغانستان له ټولو دوست هیوادونو غواړو چې طالبانو سره د مخامخ مذاکراتو په خاطر واحد پیغام او منسجم غږ ولري.
بلخوا جرمي هانټ ویلي برېټانیا چمتو ده چې افغانستان سره د دایمې سولې برخه کې هر ډول همکاري وکړي
ولسمسر غني دا مهال بریټانیا کې دی او سبا به له صدراعظمې تریسا مې سره هم وویني خو د افغانستان او انګلستان د لوبې لیدلو لپاره به د کرکټ میدان ته هم ولاړ شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *