تاند نیوز ډېسک: د افغان کډوالو د ستونزې د حل په موخه نن د اسلام اباد په کوربه توب د افغانستان، پاکستان، ایران او د ملګرو ملتونو د کډوالۍ سازمان د استازو څلور اړخیزه غونډه پیل شوه.
افغان چارواکي وایي، د افغان کډوالو د رضاکارانه ستنېدا د لار چارو سنجولو لپاره به دا غونډه سه شنبه او چهارشنبه هم روانه وي.
د افغانستان په استازیتوب سیدحسین عالمي بلخې او ورسره پلاوي دې غونډه کې ګډون کړی چې له پاکستاني او ایراني چارواکو سره به د افغان کډوالو.د راایستلو په میکانیزم کار وکړي او د غونډې تر پایه به څلور واړه لوري ګډه اعلامیه هم صادره کړي.
د افغانستان د کډوالو وزارت وایي، ناستې نه دا تمه لري چې پاکستان او ایران به کډوالو ته د قانوني اوسېدا موده وغځوي او زاړه کارتونه به ورته نوي کړي.
بلخي په دې ناسته کې له پاکستان او ایران غوښتي چې افغانانو ته د کار ازادي ورکړي او په زوره یې هیواد ته ستانه نه کړي.
په دې وروستیو کې له ایران او پاکستان څخه د افغانانو د رضاکارانه ستنېدا بهیر خورا ګړندی شوی دی.
دا مهال د رسمي شمېرو له مخې ایران او پاکستان کې ۳ میلیونه افغانان پراته دي، چې لوی شمېر کډوال یې قانوني اسناد نه لري.
لخوا د کډوالو نړیوال سازمان وایي، وروستیو کې شاوخوا ۳ سوه زره افغانان له پاکستان او ایران نه راستانه شوي دي، چې ۱۸۰ زره شاوخوا یې ایران کې د اقتصادي بحران له کبله افغانستان ته راغلي دي.