تاند- د افغانستان بانک چارواکي تاییدوي چې د هیواد یو بل خصوصي بانک له بانکي مقرراتو څخه د سرغړونې له کبله دېوالیه شوی دی.
د افغانستان بانک چارواکي وايي چې د افغانستان کمرشل (سوداګري) بانک دېوالیه شوی دی.
دا په تېرو ۱۰ کلونو کې درېم بانک دی چې په افغانستان کې دېوالیه کېږي.
د راپورونو له مخې، د افغانستان د کمرشل بانک ستونزه اصلاً په ۲۰۱۲ م کال هغه مهال پیل شوه چې د براک (BRAC) بانک د لایسنس پر اساس یې واړه پورونه ورکول.
خو د افغانستان بانک چارواکي وايي چې کمرشل بانک د سرغړونو په خاطر، چې د تاسیس له پیله یې کولې، دېوالیه شوی دی.
د افغانستان بانک وايي، کمرشل بانک داسې کسانو ته پورونه ورکول چې ورڅخه اخیستل او یا یې تعقیبول ګرانه وو او له بلې خوا د دغه بانک ونډه والو ورڅخه پیسې ایستلې.
تر دې وړاندې کابل بانک، چې یوه موده د افغانستان تر ټولو ستر بانک و، په ۲۰۱۰ م کال دېوالیه شو.
د کابل بانک ۹۰۰ ملیون ډالره ووهل شوې او وروسته د افغانستان بانک تر خپل کنټرول لاندې راوست.