تاند نیوز ډېسک: بریتانیا د دوشنبې په ورځ له افغانانو سره د خوراکي موادو، اوبو او درملو لپاره د ۱۷۰ ملیون پونډو، چې ۲۱۵ ملیون ډالره کېږي، مرسته اعلان کړه.
د بریتانیا د نړیوالې پراختیا وزیر روري ستیوارت په لندن کې د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني سره له کتنې وروسته وویل، په افغانستان کې بشري مرستې ته شدیده اړتیا ده.
ده زیاته کړه«جګړې او سختې وچکالۍ په ملیونونو افغانان له لوږې سره مخامخ کړي او دوی سختې طبي مرستې ته اړتیا لري، له همدې کبله بریتانیا د خوراکي موادو، اوبو او د پولیو د واکسین په شمول ابتدايي طبي مرستې مهیا کوي.»
د بریټانا د نړیوالې پراختیا وزارت وايي، اټکل کېږي چې ۱۳ نیم ملیون افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري.