داسې ښکاري چې د ایران پر ضد د جګړې امکانات ډېر شوي ځکه د امریکا دفاع وزارت منځني ختیځ ته د زر پوځیانو د استولو منظوري ورکړې ده.
تر دې وړاندې بحري بېړۍ، د پیټریاټ توغندیو سیسټم، بي ۵۲ الوتکې او ایف ۱۶ جنګي الوتکې هم منځني ختیځ ته استول شوي دي.
اوس امریکايي پوځ منځني ختیځ ته د زر نورو سمندري ځواکونو د استولو هوکړه کړې ده، خو لا یې د استولو د نیټې او د ماموریت د پيل د وخت اعلان نه دی کړی.
دا په داسې حال کې ده چې امریکا تازه په ایران باندې تور لګولی چې په عمان خلیج کې یې پر دوه تېل وړونکو بېړیو په برید کې لاس درلود.
له بلې خوا د امریکا ولسمشر له ایران سره اټومي هوکړه لغوه کړې او له سره یې نوي بندیزونه پرې وضع کړي دي.
خو د امریکا پر دې پرېکړې چین، فرانسې، جرمني، اروپايي ټولنې، روسیې او بریتانیا نیوکه کړې ده.