د چین په سیچوان ایالت کې زلزلې ۱۲ کسان وژلي او ۱۲۵ نور ټپیان دي.

راپورونه وايي، زلزله بیګا شپه په دوه ځایونو کې شوې چې د ریښتر په کچه یې د لومړۍ زلزلې زور ۶ درجې او د دویم وار زلزلې زور ۵ اعشاریه یو درجه اټکل شوی دی.

د دواړو زلزلو ټکانونو د سیچوان ایالت ۱۰ لوی کلي اغېزمن کړي او هلته یې سړکونه، بریښنا او مواصلاتو ته سخته زیان رسولې دی.

زلزله ځپلو سیمو ته مرستندویه ډلې په رسېدو دي او له ګڼو خلکو سره مرستې هم شوې دي.

د چین حکومت وايي، په سیچوان کې یې لوی شمېر زلزله ځپلو ته طبي مرستې هم رسولې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *