سه شنبه ۲۸/۳/۱۳۹۸
د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ په اړوندو کې له تیري ورځي راهیسي د هوایې ځواکونو لخوا دوه هوایې بریدونه ترسره شوي چې په ترڅ کي یې د یوه قومندان په ګډون نهه (۹) تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.

لومړی برید چې د اندړو ولسوالۍ په سلیمانزو سیمه کې ترسره شوی دی پکي شپاږ(۶) تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.

په دوهم برید کې چې تیره ورځ له غرمي وروسته د اندړو ولسوالۍ اړوند علي جان کلي ته څیرمه ترسره شوی پکي د یوه طالب قومندان حبیب په ګډون دري (۳) تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.
په یادو بریدونو کې ملکي کسانو ته زیان ندی اوښتی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *