دارواپوهنې یو اصل دی چې کله په یو عمل روږدي شو، نو دناشوني تربریده ستونزمنه ده چې له هغې عمل نه مخ وګرځوو،که په زړه کې پوهیږو هم چې کار مو سم ندی خو عادت نه مجبور یو.دهیواد اوږد ناورین او کړکیچ داسې څیرې سیاست راوستي چې دسیاست له درکه عاحزې وې،په چوکیو کښیناستل،خلک یې لاس لاندې شوه هر څه ورته نوي وه،کش وفش مزه ورکړه پدې خوند معتاد شوه،که څه هم پخپل سیاسي عجز پوهیده، خو له اعتیاده مجبور وه پرته لدې چې پدې فکر وکي چې دا چوکۍ یوه نړۍ مسولیت هم لري.ددې اعتیاد او بې مسولیتۍ لمن دومره پراخه شوه چې سیاستوالو مو هيڅ پدې فکر ندی کړی چې هیواد په کوم رنځ اخته دی، او څنګه یې باید درمل وشي، بلکې تل پدې هڅه کې دي چې زه په ګټه کې اوسم، په چوکۍ ناست او واک مې په لاس کې،!، په هر څه کې دې مداخله وکړم، تحریمونه دې وړاندې کړم هغه هم دسیاسي فهم او درک نه لرې!!! که څه هم پخوا نه لویو جرګو خپل مخالفتونه لرلي هغه که د رباني د وخت جرګه وه او که د حامد کرزي دوخت لویه جرګه،خو وخت او شرایط باید پام کې ونیسو حالاتو درک ولرو، اوس چې طالبانو سره د سولې هلې ځلې روانې دي، بل خوا ناامني،فقر بیوزلي او بیکاري اوج ته رسیدلې، پداسې وخت کې زمونږ سیاستوالو ته پکار ده چې لږ سیاسي بلوغ ته ورسیږي، پدې وخت کې لازمه ده چې د نورو هیوادو په مقابل کې یو موټی شو، سوله په شریکه هیواد ته راولو. دا بې اتفاقي هغه چاته موقع په لاس ورکوي چې تل یې میدان زمونږ په وینو رنګ ساتلی او هم هغه څوک چې اوبه خړوي او ماهیان نیسي نوره هم پیاوړي شي.مثال یې دازادۍ رادیو خبر دی چې پاکستاني چارواکو څه وخت مخکې ویلي وه چې (افغانستان کې د داخلي خونړۍ جګړې احتمال شته).زمونږ سیاستوال څنګه داسې کاڼه او ړانده دي!؟! ولسمشر غني لویه جرګه په هیواد کې د خراب وضیعت په هکله دهیوادوالو سره دمشورې لپاره راوغوښته، ایا زمونږ سیاستوال ددې هیواد وګړي نه وه چې خبرو کې یی برخه اخیستې وی!؟ خپلې مشورې یې شریکې کړې وی!؟ سیاست پوه سیدحبیب هاشمي وایي: لویه جرګه د طالبانو،سیاستوالو او حکومت لپاره ښه فرصت و چې دسولې لپاره لیار ومومي.همدارنګه ناصرشفیق سیاسي شنونکي ازادۍ رادیو ته وويل:حکومت باید د بیلابیلو قشرونو په خاصه توګه دسیاسي حزبونو مشورو ته غوږ ونیسي ،دا مشورې هیواد ته دسولې په راتلوکې مرستندویه ثابتیدای شي.نو ایا همدا لویه جرګه مناسب وخت اوفرصت نه وو!؟ ددې پرځای چې تحریمونه مو وړاندې کړه مشورې مو شریکې کړې وی نو داحتمالي داخلي خونړۍ جګړې مفکوره به نه وه رد شوې،!؟ هر څوک چې نیوکه کوي په عوض یې یوه موثره بدیل لیاره هم لري، ایا دوي کومه دسیاسي درک و فهم سره مناسب بدیل وړاندیز لرلو،!؟ دشخصي مفاد نه علاوه بله مفکوره شته!؟؟؟ وضیعت ته په کتو چې افغانستان دیو بې برخلیکه جګړې سره مخ دی ناسالم سیاستونه باید یو څنګ ته پریښودل شي. دستونزو ټول اړخونه نظر کې ونیول شي، د خلکو راتلونکی د هیواد برخلیک ته پام وشي چې یو لوی ارخ او سبب یې کورنۍ جګړه ده او کورني اختلافات.ددې وخت دی چې شخصي،قومي،ژبني،او سمتي ګټي له ذهنه وباسو په عوض یې د فکر وسعت ولرو.لوی فکر، د لوی افغانستان فکر ،او د تل پاتې سولې او ثبات لپاره یې فکر.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *