تاند نیوز ډېسک: د اوفا د لسم امنیتي کنفرانس په څنډه کې د افغانستان، روسیې، هند، چین، ایران او پاکستان هېوادونو د ملي امنیت سلاکارانو غونډه دایره شوه.
په دې ناسته کې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې بهیر، د سیمه ییزو اړیکو او همکاریو پر پراختیا، د سولې لپاره د سیمه ییز ائتلاف په ایجاد او د شپږو هېوادونو د ملي امنیت شورا مرستیالانو د غونډې په ترسره کېدو بحث او نظریات تبادله شول.
د روسیې، هند، چین، ایران او پاکستان د ملي امنیت سلاکارانو د خپلو هېوادونو په استازیتوب د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې له پروسې ملاتړ وکړ او همدا راز يې له افغان دولت او د افغانستان له خلکو سره د خپلو همکاریو د دوام ډاډ ورکړ.
حمدالله محب بیا په خپل وار غونډې ته وینا کې وویل، تروریزم سره د مبارزې هڅې باید د لومړیتوب په توګه پاته شي.
د هغه په خبره، افغانستان کې هره ورځ لږ تر لږه پنځوس تنه له تروریزم سره په مبارزه کې ژوند له لاسه ورکوي او په دې توګه افغانستان د تروریزم ضد مبارزه کې د لومړي سنګر حیثیت خپلوي.
نوموړي زیاته کړه، تاریاک د ترورستانو د عوایدو اصلي منبع ده، چې هر کال ورته میلیارډونه ډالر پیدا کوي.
محب زیاته کړه، د مالي جرایمو برخه کې د تورو پیسو د سپینولو، د حوالو د غیر راجسټر شويو سیسټمونو څخه د پیسو تر لاسه کولو او له نظارت پرته د خیرات په نوم په سیمه کي د ترورستانو لپاره د مالي بسپني ټولولو پر ضد کلکه مبارزه حتمي ده.
محب په سرحدي همکاریو هم ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، پر پوله د ترهګریزو خطرونو سره د مقابلې لپاره په همزمانه توګه د معلوماتو شریکول، سرحدي ځواکونه په لازمه ټکنالوژۍ باندي سمبالول او زموږ د سیمي د سرحدونو د نظم لپاره ګډي همکارۍ حیاتي دي.
د ولسمشر غني د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب له غونډې وروسته څنډه د تاجکستان، بلاروسيې د ملي امنیت له سلاکار محمدالله وطن زاده او زاس سټېنسلف سره د امنیتي، فرهنګي او اقتصادي همکاریو پر زیاتوالي او د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې په پروسې بحث او نظریات تبادله کړل.
حمدالله محب، له ښاغلي وطن زاده سره لیدنه کې د ثبات د تامین په خاطر د ګاونډیو هېوادونو رول ته په اشارې وویل، د سولې ټینګښت او سیمه ییزو همکاریو تقویت لپاره یو ائتلاف ته اړتیا ده او تاجکستان کولای شي په دې برخه کې ښه نقش ولوبوي.
د تاجکستان د ملي امنیت سلاکار وطن زاده وویل، د ترهګرو غوره کړې لار د اسلام لار نه ده.
هغه همدا راز زیاته کړه چې هېواد يې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې له پروسې ملاتړ کوي او په مختلفو برخو کې له افغانستان سره همکارۍ ته چمتو دی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *