طالبانو د سولې پروسې په اړه هغه ګنګوسې رد کړې دي چې ګواکې دا پروسه په ټپه درېدلې او هیڅ پرمختګ په کې نه دی شوی.

قطر کې د طالبانو او امریکايي استازو تر منځ له ۷ میاشتو راهیسې ۶ پړاوه خبرې شوي چې د بندو دروازو تر شا دا خبرې کله کله ۱۵ ورځو ته هم غځېدلې دي.

له دې کبله اندېښنې وې چې ګواکې امریکا او طالبان د بهرنیانو د وتلو او له افغانستانه  امریکا ته د ګواښ نه پېښېدلو په ټکي لا هم هوکړې ته نه دي رسېدلي بلکې امریکا غواړي افغانستان کې طالبانو سره د پاتې کېدو ډیل وکړي.

خو اوس په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین ویلي، دا غلطه خبره ده چې د سولې پروسه کې پرمختګ نه دی شوی.

د نوموړي په خبره دا دوی لپاره لوی پرمختګ دی چې امریکا ور سره منلې ، چي خپل ټول ځواکونه به له افغانستان څخه وباسي .
نوموړي په خپل ټوېټر پاڼه کي لیکلي ، د دې تر څنګ چې امریکا به له افغانستانه وځي، په دې هم هوکړه شوې چې امریکا به په راتلونکي کې هېڅ ډول مداخله نه کوي .
سهیل شاهین د امریکا دغه ژمني د سولي په روانو خبرو کي مهم پرمختګونه یاد کړي دي .

دا په داسې حال کې ده چې خلیلزاد د شاهین د ټویټ په ځواب کې لیکلي، پر هیڅ شي هوکړه نه ده شوې، بلکې د افغانستان دایمي سوله یې هدف دی نه د امریکايي ځواکونو ایستل.

One thought on “طالبان، د امریکایانو وتل د سولې پروسې لوی پرمختګ دی”
  1. دا خرڅ شوی تش په نامه طالبان څه فکر کوی چی امریکایان ووځی دوی به بیا د پاکستان په مرسته افغانستان اشغال کړی په هغه کموو امکاناتو د طالب ضد مقاومت وکولای شو چی دوی د خیرخانی د کوتل څخه ورنه تیر نه شی دوی بیا افغانستان ورانول غواړی کوم چی د پاکستان هدف دی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *