له اروپايي ټولنې څخه د بریټانیا د ایستلو پلوي بورس جانسن، د تریزا مې پر ځای د صدراعظمۍ د کاندید په توګه د رایې اچونې په دویمه مرحله کې هم ۴۰ سلنه رایو باندې خپل مخکښ توب وساته.
بورس جانسن د پارلمان له ۳۱۳ رایو څخه د ۱۲۶ رایو په اخیستو، دریم پړاو ته لار ومونده، په داسې حال کې چې نورو نوماندانو بیا ۴۰ او ۳۳ رایې اخیستې دي.
د راپور له مخې په بهرنیو چارو کې د بریټانیا د دولت وزیر جیرمي هانټ ۴۶، د چاپېریال ساتنې وزیر مایکل ګوو ۴۱، د نړیوالې پراختیا وزیر روري سټیوارټ ۳۷ او د کورنیو چارو وزیر ساجد جاوید ۳۳ رایې خپلې کړې دی.
بورس جانسن د پارلماني ټاکنو په لومړۍ مرحله کې هم لومړیو کسانو کې راغلی او ۳۱۳ نه یې ۱۱۴ رایې وړې وې، خو دویمه مرحله کې بیا د کاندیدانو له ډلې ډومینیک راب په ۳۰ رایو له سیالۍ ووت.
د بریټانیا پخواني خارجه وزیر او لندن پخواني ښاروال بوریس جانسن ویلي د اکتوبر تر ۳۱مې پورې به بریټانیا له اروپايي ټولنې وباسي.
د بریټانیا د صدراعظمې تریزا مې له استعفا وروسته ټاکنیزو منډو ترړو کې د هغې د څوکۍ لپاره ۱۰ نوماندان رامخته شول چې اوس یې ۷ کسان پاتې دي.
له دې ډلې به وروستیو پاتې ۲ نوماندانو له منځه د یو کس د انتخاب لپاره به د انګلستان محافظه کار ګوند یو لک او شپېته زره غړي رایې اچوي او ګټونکی به صدراعظم کېږي.
تریزامې د می په ۲۴مه اعلان کړی و چې د جون په ۷مه به د محافظه کار ګوند له مشرۍ او صدراعظمۍ دواړو نه استعفی کوي، ځکه د بریګزیټ په اړه یې درې واره طرحه پارلمان رد کړه.