تاند- د هند سینمايي ستورې انوشکا شرما او د دغه هیواد د کرکټ د ملي لوبډلې کیپتان ویرات کوهلي د افغانستاان او هند تر مسابقې وړاندې بالاخره په انګلیستان کې سره یوځای شول.
د دوی یوځايي عکسونه هندیانو او پاکستانیانو په ټولنیزو رسنیو کې زیات خپاره کړي دي او ویلي یې دي چې دې دوو ستورو وروسته له دې له یو بل سره په لندن کې وموندل چې هند د یکشنبې په ورځ پاکستان ته په ډېر توپیر ماته ورکړه.
دوی دواړو په انګلیستان او ویلز کې د کرکټ د ۲۰۱۹ نړیوال جام سیالیو تر پیلېدو ۱۵ ورځې مخکې له یو بل سره لیدلي وو.
د هند د کرکټ بورډ د مقرراتو له مخې، د ملي لوبډلې لوبغاړي تر مسابقو ۱۵ ورځې وړاندې له خپلو ماندینو او د کورنۍ له نورو غړیو سره د کتلو اجازه نه لري.