تاند- په داسې حال کې چې طالبان وايي، امریکا ورسره منلې چې خپل ټول پوځیان به له افغانستانه باسي، د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، له افغانستانه دامریکايي پوځیانو پر وتلو لا موافقه نه ده شوې.
د طالبانو د قطر د دفتر ویندوی سُهیل شاهین نن /چهارشنبه/ له امریکایانو سره د طالبانو د تېرو ۶ پړاوونو خبرو د پایلو په اړه وویل«تل دا پوښتنه کېږي چې له امریکایانو سره په خبرو کې څه پرمختګ شوی دی؟ هغوی په خبرو کې منلې چې خپل ټول ځواکونه به له افغانستانه باسي.»

شاهین همداراز ویلي چې امریکایانو ژمنه کړې چې په راتلونکي کې به هم په افغانستان کې هیڅ راز لاسوهنه نه کوي.
د شاهین په وینا دا لوی پرمختګ دی چې دوی له امریکایانو سره په خبرو کې کړی دی.
تر دې وړاندې د امریکا لوی درستیز جنرال جوزیف دانفورد، ویلي چې امریکا به تر هغو له افغانستانه خپل پوځیان ونه باسي چې واشنګټن د تروریزم پر ضد په مبارزه کې خپلو هدفونو ته رسېدلی نه وي.
ده همداراز ټینګار کړی چې د دې هدف تر پوره کېدو وړاندې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د وتلو موضوع د بحث وړ نه ده.
ټاکل شوې ده چې روانه اوونۍ په قطر کې د امریکایانو او طالبانو اووم پړاو خبرې پیل شي.
خلیلزاد نن ظاهراً د طالبانو د ویندوی سُهیل شاهین د څرګندونو په ځواب کې لیکلي چې امریکا په افغانستان کې د سولې د هراړخیز تړون په لټه کې ده نه له افغانستانه د خپلو پوځیانو د ایستلو.
خلیلزاد د معمول په شان په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي، امریکا د سولې د یوې داسې هراړخیزې موافقې په لټه کې ده چې ۴ برخې لري؛ یعني له تروریزم سره د مبارزې ضمانت، د پوځیانو وتل، د افغانستان د سیاسي ثبات لپاره بین الافغاني خبرې او یو دایمي او هراړخیز اوربند.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی وايي چې د طالبانو مشرانو پر دې مواردو سلا کړې ده خو ده ټینګار کړی چې تر څو پر دې ټولو موضوعاتو تړون نه وي شوی، هیڅ مورد یې په جلا ډول د منلو نه دی.
ظاهراً طالبان ټینګار کوي چې لومړی دې امریکایان له افغانستانه د خپلو پوځیانو پر ایستلو موافقه اعلان کړي، وروسته به دوی پر نورو مواردو خبرې کوي.