سرور دانش

د ولسمشر دویم مرستیال وايي، طالبان لا هم د افغانستان له حکومت سره مخامخ خبرو ته حاضر شوي نه دي او په داسې حال کې حکومت، له خپلو خلکو څخه د دفاع لپاره مجبور او مکلف دی.

سرور دانش د چهار شنبې په ورځ د امام ابوحنیفه نړیوال سمپوزیم ته په وینا کې وویل، دا مهال د سیمې او نړۍ په کچه د افغان سولې په اړه نظر یو شوی او د سولې لپاره هلې ځلې ګړندۍ روانې دي.

 سروردانش ویلي، حکومت د ښه نیت په ښودلو کې له هیڅ شي تر اوسه دریغ نه دی کړی خو طالبانو لا هم د دوی هیڅ وړاندیز ته ځواب نه دی ویلی، ځکه نوحکومت مجبور دی چې له خپله ځانه دفاع وکړي.

دانش زیاته کړې، که طالبان رښتیا ځانته د امام ابوحنیفه پیروان وايي، نو له تاوتریخوالي او د خلکو له وژلو دې لاس واخلي.

د دانش په باور په حنفي فقه کې تاوتریخوالي او توندلارۍ ته ځای نه شته.

 د ابوحنیفه نړیوال سمپوزیم ته د ۱۵ ولایتونو علما رابلل شوي وو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *