د کانونو وزارت ومنله چې د هیواد په ګڼو ولایتونو کې د مکانونو ناقانونه استخراج روان دی.
د کانونو سرپرستې وزیرې نرګس نهان نن یوه خبري کنفرانس ته وویل، وزارت دا ټولې سیمې تشخیص کړي او په دې هم خبر یوو چې له کومې سیمې څخه کوم ډول معدن استخراجیږي.
نرګس نهان وايي، له دغو کسانو سره یې خبرې شوې دي او ژمنه یې ترې اخیستې که تخنیکي او فني ستونزه ونه لري نو د کار جواز دې واخلي او بیا دې په قانوني ډول معدنونه وباسي.
نوموړې زیاته کړه، داسې سیمې هم شته چې وزارت یې د چاپیریالي او فني ستونزو له کبله پر معدن کارانو ویشلی نه شي، خو په وینا یې وزارت جدي هڅه کوي چې د ناقانونه کان کیندنو مخه ونیسي.
نوموړې وایي، د کانونو وزارت د کورنیو چارو وزارت او امنیت شورا له بشپړ ملاتړ برخمن دی چې د ناقانونه کان کیندو مخنیوی وکړي.
نوموړې وایي، تر اوسه یې په کاپيسا، پنجشیر، او پروان کې د ناقانونه کیندنو په اړه راپور بشپړ شوی او هغه یې امنیت شورا ته استولی دی.
نوموړې زیاته کړه، په کوردننه پانګه والو ته پر کانونو د پيسو د لګولو زمینه برابره شوې او اوس وزارت په کوچنیو کانونو او پروژو کې داخلي پانګوالو ته لومړیتوب ورکوي.