تاند- په هرات ښار کې نن /چهارشنبه/ یو شمېر خلکو او مدني فعالانو په یوه مظاهره کې د افغانستان په چارو کې د ایران، پاکستان او روسیې د لاسوهنو د پای ته رسېدا غوښتنه وکړه.
مظاهره چیانو، چې د هرات د والي د دفتر مخته راټول شوي وو، له ایران، پاکستان او روسیې څخه وغوښتل چې د افغانستان د سولې په پروسه کې مداخله ودروي او د دې پر ځای طالبان وهڅوي چې له جګړې لاس واخلي.
دوی دا درې هیوادونه د طالبانو پر ملاتړ تورن کړل.
د مظاهره چیانو پر بینرونو لیکل شوي وو چې ایران د طالبانو پوځي او مالي ملاتړ کوي.
مظاهره چیانو ویل چې ایران د افغانستان په لوېدیځو ولایتونو په تېره بیا فراه او هرات کې زیاته لاسوهنه کوي.
دوی همداراز ادعا لرله چې ایران د افغانستان په لوېدیځ کې د سترو پروژو د اجرا کېدو په لار کې خنډونه جوړوي.
یو شمېر مظاهره چیانو وویل چې ایران او پاکستان د خپلو ګټو لپاره د طالبانو ملاتړ کوي.
یوه مظاهره چي مسعود مسلم وویل«په لوېدیځه حوزه کې د اوبو سرچینې ډېرې دي او اقتصادي پروژې شته ځکه ایران دلته ډېره مداخله کوي.»
تر دې څو میاشتې پخوا هم د هرات یو شمېر اوسېدونکو د ایران د مداخلې او د طالبانو د ملاتړ پر ضد مظاهره کړې وه.
خو د افغانستان حکومتي چارواکي د خپل هیواد په چارو کې د ایران د مداخلې او د دې هیواد له لوري د طالبانو د ملاتړ په اړه ډېر څه نه وايي ځکه فکر کوي چې که په یو وخت پر څو هیوادونو تور ولګوي د ستونزو د کمېدو پر ځای به ستونزې نورې هم زیاتې شي.
په فراه، هرات او نیمروز کې سیمه ییزو چارواکو په ځلونو ویلي چې ایران په دغو ولایتونو کې د بندونو او نورو پروژو د مخنیوي لپاره د طالبانو او نورو ورانکارو ډلو ملاتړ کوي.
ایران او طالبان دا ډول تورونه ردوي.