تاند- د پېښور د رینګ روډ په جبه سهیل سیمه کې یوه افغان مهاجر د خپلې ښځې سر پرې کړ.
د پاکستان نیوز ورځپاڼې نن راپور ورکړ چې دغه افغان، چې ضمیر خان نومېږي، خپله ماندینه پرون (چهارشنبه) وروسته له دې ووژله چې هغې له ده سره افغانستان ته له تلو انکار وکړ.
پولیس وايي چې د ضمیر خان مېرمن سایمې نه غوښتل چې افغانستان ته لاړه شي.
له سایمې څخه څلور ماشومان پاتې دي.
پولیس وايي چې دوی د قاتل کور ته د هغه د نیولو لپاره ورغلل خو هغه په تېښته بریالی شو.
پولیسو نه دي ویلي چې د پېښې په اړه یې څرنګه معلومات ترلاسه کړل.
dear brother salam
we like taand news very well but we woul like that u have to change the of this new website to new and a good one which will be from my side is afghanistan new.com and u have to make a pashto news tv channel with this name afghanistan news
kind regards