د ولسي جرګې د ریاست پر څوکۍ د پارلمان د وکیلانو اوږدمهاله راهیسې روان جنجال نن په فزیکي شخړه اوښتی دی.
یو شمېر وکیلانو نن غوښتل چې میر رحمان رحماني د ریاست پر څوکۍ کېنوي، خو بله ډله وکیلانو یې مخالفت کړی چې له کبله یې رامنځته شوي اخ و ډب کې وکیلانو د رئیس میز مات کړی دی.
میر رحمان رحماني د ثور په ۲۷مه د جرګې خپلمنځي ټاکنو کې په ۱۲۳ رایو د مؤقت رئیس لخوا د جرګې مشر وټاکل شو، خو په هغه ورځ جرګه کې په دې جنجال وشو چې رحماني د مجلس د نصاف پنځوس جمع ۱ رایې نه دي اخیستي.
ویل کېږي، پرون د جرګې غړو پریکړه کړې وه چې هغه جنجالي رایه به عمومي مجلس ته وړاندې کوي چې رحماني پرې د بریا او مخالفان یې د هغه د ناکامۍ ادعا کوي.
مګر نن جرګه کې له بحثونو وروسته اخ و ډب رامنځته شوی چې ویل کېږي، پخپله میر رحمان رحماني، اله ګل مجاهد او ګل رحمان همدرد په کې ټپي شوی دی.
رحماني تر دې وړاندې ویلي وو، په اکثریت رایو د جرګې مشر شوی، مګر د ملي ګټو په خاطر چوکۍ په زور نه نیسي، بلکې خپل کارونه د جرګې د ریاست له خونې مخته وړي.