تاند نیوزډیسک: د ولسمشر غنې د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب په روسیه کې د ملي امنیت د سلاکارانو غونډې ته په خبرو کې پر طالبانو تور پورې کړ چې د سولې اراده نه لري.

ښاغلي محب تېره ورځ (سې شنبه) د روسیې د اوفا لسم امنیتي کنفرانس په څنډه کې د روسیې، چین، هند، ایران او پاکستان د ملي امنیت له سلاکارانو وغوښتل، که د افغان سولې له بهیر سره مرسته او همکاري کوي، د ډلو ټپلو پر ځای باید د افغان دولت له طریقه مخ ته لاړ شئ.

نوموړي په ټینګار سره ویلي، له ډلو ټپلو سره د سیمې د هېوادونو خبرې او ناستې به هېڅ عملي جنبه ونه لري، ځکه د سولې او جګړې صلاحیت د افغان حکومت دی.

محب زیاته کړې، حکومت د مشورتي لویې جرګې د پرېکړو او غوښتنو پلی کېدو ته ژمن دی او تازه يې زیات شمېر طالب بندیان هم خوشې کړې دي.

هغه په روسیه کې شپږ اړخیزې غونډې ته د وینا پر مهال طالبان تورن کړل چې سولې ته ژمن نه دي او د افغان حکومت له ښه نیت سره سره، تر اوسه د سولې د پروسې د بري لپاره مثبت او عملي اقدام نه دی کړی.

د هېواد د ملي امنیت سلاکار وایي، افغانان د افغانستان تر څنګ، د سیمې او نړۍ د هېوادونو د امنیت د تامین په خاطر هم قرباني ورکوي چې باید له پامه و نه غورځول شي.

په همدې حال کې د شپږ اړخیزې غونډې ګډون کوونکو هېوادونو استازو هم د افغان حکومت په مشرۍ د سولې د پروسې ملاتړ وکړ.

د روسیې په اوفا ښار کې د تېرې ورځې شپږ اړخیزه غونډه د افغانستان په غوښتنه او نوښت جوړه شوه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *