وردک ولایت

تاند- په میدان وردک ولایت کې د یوې سرګلولې د چاودنې له امله د یوې کورنۍ څلور ماشومان وژل شوي او یو ټپی دی.

د میدان وردک ولایت د مطبوعاتي دفتر له یوې خبرپاڼې سره سم پېښه د دغه ولایت د سیداباد ولسوالۍ په سالارو سیمه کې وشوه.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې نن ماسپښین په یوه کور کې د هاوان سروکی وچاودېده او څلور ماشومان یې ځای پرځای ووژل.

د هاوان سروکی د سیمې د یوه اوسېدونکي شیرین زوی له بهره کور ته وړې وه چې د چاودنې په نتیجه کې یې د شیرین په نوم د سیمې د یوه اوسېدونکي دوه کوچني زامن، یوه ورېره او یو بل ماشوم ووژل شول او د شیرین ماشوم اوخښی سخت ټپي شو

په افغانستان کې هر څه موده وروسته د پخواني شوروي اتحاد د وخت د پاتې شویو ماینونو او نورو ناچاودلیو وسیلو د چاودنو په اثر غمجنې پېښې کېږي.

په تېرو دوو لسیزو کې په ملیونونو ماینونه او ناچاودلې ګولۍ د ماین پاکانو له لوري شنډې شوي خو د دولت وسله وال مخالفان نور ماینونه ږدي.

2 thoughts on “د هاوان سروکي په میدان وردک کې ۴ ماشومان ووژل”
  1. دالومړی ځل ندی چی یوه کورنی ددغه شان پیښی له امله دغم په ټغر کینی بلکه مخکی تردی هم په سلونوځله نا قانونه وسلو،ناچاوده مهماتو ورته غمیزی پرخای پری ایښی خوکه کوم بل هیواد وی نوبیا تری ګیله نشته دافغانستان دخلکوخوهغه دچا خبره سرپه جګړه کی سپین شوولی له دغه چاودیدونکو شیانو سره احتیاط نکوی اوکه ددغو ماشومانو دوژنی بل کوم پلان وی نوبیا امنیتی چارواکوته پکارده چی یی پوښتنه وکا اوپدی برسیره هم که کوم پلان هم نه وی بیاهم ددی پوښتنه پیداکیږی چی ددی سړی په کورکی دی سروکی څه کول

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *