تاند- یوه امریکايي رسنۍ وايي چې امریکا افغانستان ته خورا کوچنۍ بې پېلوټه الوتکې لېږي.

زیرو هیج خپرونې نن /پنجشنبه/ لیکلي چې امریکا ۹ زره بلک هارنیټ (Black Hornet) بې پېلوټه الوتکې لېږي.

دا الوتکې، چې د لاس په موټ کې پټېدای شي او ۱ اعشاریه ۱۶ اونسه وزن لري، ۲۰ دقیقې په هوا کې پاتې کېدای شي.

دا الوتکې به سږ دوبی افغانستان ته له تازه دمه پوځیانو سره یوځای واستول شي.

ویل شوي چې دا الوتکې د سینسرونو په پرمختللې ټکنالوژۍ سمبال دي او د شپې او ورځې کار کولی شي.

 بریکینګ دیفینس خپرونه هم وايي چې د امریکا پوځ په راتلونکو ۳ کلونو کې دا ډول تر ۹ زره ډېرې بې پېلوټه الوتکې اخلي.

دا الوتکې له مځکې کنټرولېږي او په ګډ مرکز کې لیدل کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *