تاند نیوزډیسک: افغان ځواکونو په یو لړ ځانګړو عملیاتو کې په میدان وردګو کې د طالبانو یو زندان مات کړی او ۱۳ کسان یې ترې خوشې کړي دي.
د کورنیو چارو وزارت وایي، دا عملیات په چک ولسوالۍ کې شوي دي او طالبانو نیولي کسان په څو بېلابېلو ځایونو کې ساتل.
افغان ځواکونو لا د خوشې شویو کسانو د هویت په اړه څه نه دي ویلي، خو زیاته کړې یې ده چې په دې عملیاتو کې یې د طالبانو وسلې او تجهیزات نیولي او د ملا جانان په نوم یو مشکوک کس هم امنیتي ځواکونو له ځان سره راوستی دی.
افغان ځواکونو له حمل میاشتې راهیسې به غور، فاریاب، کندوز، غزني، زابل او هلمند کې د طالبانو ګڼ زندانونه مات کړي چې تر ۳۰۰ زیات بندیان یې ورڅخه خوشې کړي دی.